نړيوال كركټ كښې په تندۍ سره د رامخې ته كېدونكو بدلونونو تر مخه  د ټېسټ او ټي 20  لوبغاړي په يوه پېمانه تلل مناسب نه دي: محسن نقوي

  لاهور۔15جون (اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن سید محسن نقوي د کرکټرز سېنټرل کانټرېکټس په نظام كښې د انقلابي بدلونونو اعلان سره د يوې نوې او ځانګړې ډھانچې معارفي كولو پرېكړه كړې ده چې مقصد يۍ د عصري كركټ غوښتنو له مخې د بېل فارمېټس لوبغاړو ته د هغوي د مهارت او ذمه وارو له مخې موقعې او مراعات وركول دي۔ د پي سي بي چیئرمېن محسن …

 

لاهور۔15جون (اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن سید محسن نقوي د کرکټرز سېنټرل کانټرېکټس په نظام كښې د انقلابي بدلونونو اعلان سره د يوې نوې او ځانګړې ډھانچې معارفي كولو پرېكړه كړې ده چې مقصد يۍ د عصري كركټ غوښتنو له مخې د بېل فارمېټس لوبغاړو ته د هغوي د مهارت او ذمه وارو له مخې موقعې او مراعات وركول دي۔ د پي سي بي چیئرمېن محسن نقوي دا خبره  عاقب جاوېد په شمول نورو عهدېدارو سره پي سي هوټل لاهور كښې كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل نړيوال كركټ كښې په تندۍ سره رامخې ته كېدونكو بدلونونو تر مخه  د ټېسټ او ټي 20  لوبغاړي په يوه پېمانه تلل مناسب نه دي۔  داسې تګلاره  وضعه كړې شوې كومه چې د هر يو فارمېټ جلا شناخت ٬ اهميت او ضرورت تسليموي۔ د پي سي بي چيئرمېن ووئيل د نوي نظام له مخې به سېنټرل كانټركټ ترلاسه كولو له به د مېډيكل او فټنس ټېسټ، ډومېسټک کرکټ كښې فعاله ګډون او د كاركردګۍ بشپړ جاج اغستو پړاؤنو څخه تېرېدل وي۔ نوے نظام به د 2026 کانټرېکټ سائیکل څخه عملي كولې شي او هغه به د موجود نظام ځاے اخلي۔