بلدياتي ادارو ته دې آئيني تحفظ وركړے شي۔ايم اين اے احمد سليم صديقي

  اسلام آباد۔14جون (اے پي پي)د متحده قومي موومنټ (ايم كيو ايم)پاكستان لارښود او د قامي اسمبلۍ غړې احمد سليم صديقي د هېواد وقار كښې اضافه٬معاشي خود انحصارۍ٬ايف بي آر كښې اصلاحات او د كراچۍ پشمول په ټول هېواد كښې بلدياتي ادارې خپلواكه كولو لپاره مهم تجاويز وړاندې كړي دي ۔د اتوار په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ  بحث كښې ايم اين اے احمد سليم صديقي ووئېل په نړيواله …

 

اسلام آباد۔14جون (اے پي پي)د متحده قومي موومنټ (ايم كيو ايم)پاكستان لارښود او د قامي اسمبلۍ غړې احمد سليم صديقي د هېواد وقار كښې اضافه٬معاشي خود انحصارۍ٬ايف بي آر كښې اصلاحات او د كراچۍ پشمول په ټول هېواد كښې بلدياتي ادارې خپلواكه كولو لپاره مهم تجاويز وړاندې كړي دي ۔د اتوار په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ  بحث كښې ايم اين اے احمد سليم صديقي ووئېل په نړيواله كچه د پاكستان عزت او وقار كښې اضافه شوې كومې څخه چې هېواد ته مثبت ګټې ترلاسه كيږي۔ده هيله څرګند كړه چې په جنيوا كښې په روانو هڅو او د نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې پاكستان ډېر زر ښه معاشي او سياسي پوزېشن ترلاسه كړي۔ده ووئيل حكومت دې د ټيكونو شرح زياتولو په ځاې د ټيكس  دائره كار (بيس)پراخه كړې٬كومې طبقې چې تراوسه ټيكس نه وركوي٬په هغوي دې ريسرچ وكړے شي او ټيكس نيټ ورك كښې دې راوستلې شي۔ده واضحه كړه كه چرې مونږ له هېواد د آئي ايم ايف محتاجۍ څخه ويستل دي او د هېواد دفاع قوي كول دي نو هر شتمند له به د پاكستان په ديانتدارۍ كښې خپله برخه اچول وي۔د دې مقصد لپاره ده په ايف بي آر كښې سمدستي او د  سختو اصلاحاتو غوښتنه وكړه دغسې چې د ټيكس غلا كوونكو خاتمه اوشي او چاته له كوم سبب نه پرته  معافي ترلاسه نه  شي۔