اسلام آباد۔14جون (اے پي پي)د فيفا ورلډ كپ 2026 آفيشل فټ بال هم په سيالكوټ كښې جوړ شوے كوم چې پاكستان لپاره نړيوال اعزاز دے۔پاكستان محنت٬هنر او معيار څخه د فټبال نړيوال ايونټس كښې خپل مستقل ځاے جوړ كړے دے۔د نړۍ نوموړو جرائد د فيفا ورلډ كب فټبال جوړولو كښې د پاكستان صنعتي مهيار او مهارت په نړيواله كچه اعتراف كړے دے۔د نړيوالې خپرونې ټي آر ټي ادارې له مخې …
د فيفا ورلډ كپ 2026 آفيشل فټ بال هم په سيالكوټ كښې جوړ دے ٬د پاكستان لپاره نړيوال اعزاز

مزید خبریں
اسلام آباد۔14جون (اے پي پي)د فيفا ورلډ كپ 2026 آفيشل فټ بال هم په سيالكوټ كښې جوړ شوے كوم چې پاكستان لپاره نړيوال اعزاز دے۔پاكستان محنت٬هنر او معيار څخه د فټبال نړيوال ايونټس كښې خپل مستقل ځاے جوړ كړے دے۔د نړۍ نوموړو جرائد د فيفا ورلډ كب فټبال جوړولو كښې د پاكستان صنعتي مهيار او مهارت په نړيواله كچه اعتراف كړے دے۔د نړيوالې خپرونې ټي آر ټي ادارې له مخې په سيالكوټ كښې د نړۍ نزدې 70 فيصده فټبالز جوړېږي او پاكستان د لوبو د څيزونو د نړيوالې سپلائي مهم مركز دے ۔د پاكستان فټبال انډسټري 40 كلونو څخه د فيفا فټبال ورلډ كپ كښې خپله مضبوطه پیژندګلي جوړه كړې ده۔ټي آر ټي وئېلي دي د فيفا ورلډ كپ 2026 فټبال كښې د جديد ټېكنالوجۍ كارونه به د ميچ آفيشلز ته زر او د ښې پريكړې كولو له مرستياله وګرځي۔د سيالكوټ صنعتي مهارت او جديد ټېكنالوجۍ پاكستان ته د لوبو په سامان كښې نړيوال مقام وركړے دے۔د نړيوالو پوهانو له مخې د سيالكوټ صنعت نړيوال اسپورټس ماركيټ كښې د پاكستان برآمدۍ طاقت څرګند كړے٬د پاكستان د فټبال جوړولو انډسټري د ټولې نړۍ لوبغاړو لپاره د معيار او باور علامت ګرځېدلې ده










