د فټبال ورلډ کپ 2026  جوش تر بلوچستان ورسېد ، د ګډاني ځوانانو په شګه  په زړه پورې  تخلیق

  اسلام آباد۔14جون  (اے پي پي )د فټبال ورلډ کپ 2026 جوش  تر بلوچستان ورسېد ٬ د  ګډاني ځوانانو  په شګه  په زړه پورې تخلیق رامخې ته شوے دے ۔  د ګډاني په ساحل د فیفا ورلډ کپ ټرافۍ او د  آفیشل لوګو  په زړه پورې  د شګو جوړ عكس د خلقو پام ځان ته وګرځولو ۔فنکار سمیر شوکت او د هغه ډلې په شګه  د فټبال ورلډ کپ عكس …

 

اسلام آباد۔14جون  (اے پي پي )د فټبال ورلډ کپ 2026 جوش  تر بلوچستان ورسېد ٬ د  ګډاني ځوانانو  په شګه  په زړه پورې تخلیق رامخې ته شوے دے ۔  د ګډاني په ساحل د فیفا ورلډ کپ ټرافۍ او د  آفیشل لوګو  په زړه پورې  د شګو جوړ عكس د خلقو پام ځان ته وګرځولو ۔فنکار سمیر شوکت او د هغه ډلې په شګه  د فټبال ورلډ کپ عكس په جوړولو  د خلقو زرونه وګټل ، د ګډاني په  ساحل په شګه جوړ عكس د لارې د فټبال سره د مينې  ځاڼګرے  اظهار  په سوشل میډیا وائرل شو  ۔د ځلمي فنکار وېنا وه دې فن زما او د بلوچستان اولس د  فیفا ورلډ کپ سره مينه نړۍ ته  ورمخې ته كړه  ،دغسې بلوچستان كښې د فټبال زياتېدونكې جنون  له امله ځلمو  د ښه سهولیات اود حکومتي سرپرستۍ غوښتنه وكړه