اسلام آباد 13جون (اے پی پی)د قطر وزيراعظم و خارجه وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم ال ثاني د پاكستان امن هڅو په ملاتړ د وياړ څرګندونې كولو سره دا هيله څرګنده كړه چې د دې اقداماتو په نتيجه كښې به په منطقه كښې تل پاتې امن قائم شي۔د قطر وزيراعظم و خارجه وزير د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د خالي په ورځ ټيلفوني تماس ونيولو۔د وزيراعظم …
د قطر وزيراعظم و خارجه وزير د وزيراعظم شهباز شريف سره ټېليفوني تماس٬د پاكستان امن هڅو په ملاتړ د وياړ څرګندونه
اسلام آباد 13جون (اے پی پی)د قطر وزيراعظم و خارجه وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم ال ثاني د پاكستان امن هڅو په ملاتړ د وياړ څرګندونې كولو سره دا هيله څرګنده كړه چې د دې اقداماتو په نتيجه كښې به په منطقه كښې تل پاتې امن قائم شي۔د قطر وزيراعظم و خارجه وزير د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د خالي په ورځ ټيلفوني تماس ونيولو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د قطر رياست امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني او د قطر وروڼو اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔قطري وزيراعظم هم د هغه د جذباتو بشپړه هركلي كولو سره ځوابي نيكې خواهشات څرګند كړل ۔وزيراعظم د خليج بحران په مهال امن لپاره د پاكستان د هڅو په بشپړه ملاتړ د قطر د زړه نه له كومي مننه وكړه او وې وئېل اړوندو ډلو ترمينځه به د امن لوظ نامه ډېره زر لاس ليك لپاره رامخې ته شي۔د پاكستان خاص سفارتي او امن هڅې ستائېلو سره د قطر وزيراعظم د پاكستان وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته پيرزوئنې وړاندې كړې چا چې سفارتي هڅې په ښه انداز مخ په وړاندې بوتللو كښې كليدي كردار ادا كړو ۔ده وزيراعظم له باور وركړو چې قطربه د پاكستان امن هڅو په ملاتړ وياړ محسوسوي او هيله يې څرګندې كړه چې د هغه د اقداماتو په نتيجه كښې به په منطقه كښې تل پاتې امن قائم شي۔وزيراعظم په دې موقع د قطر رياست امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني ته د پاكستان سركاري دورې د بلنې پخلې هم وكړو په دې د دواړو لارښودو ترمينځه وړاندې اتفاق راغلے دے۔دغسې دواړو لارښودو نزدې رابطه كښې پاتې كېدو ته هم اتفاق وكړو










