د پي سي بي چيئرمېن د ايل سي سي اے ګراؤنډ دوره٬ لوبغاړو او كوچز سره ملاقات

  لاهور 13جون (اے پی پی)د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن(پي سي بي)محسن نقوي د ايل سي سي اے ګراؤنډ دوره وكړه او د روان ريډ بال كيمپ كښې شريكو  لوبغاړو او كوچز سره يې ملاقات وكړو۔د دورې په مهال د پي سي بي چيئرمېن د لوبغاړو ټريننګ مشاهده او كيمپ كښې  په روانو هلو ځلو كښې يې  خوښۍ څرګنده   كړه۔په دې موقع د هائي پرفارمنس سينټرز ډائرېكټر عاقب جاوېد محسن …

 

لاهور 13جون (اے پی پی)د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن(پي سي بي)محسن نقوي د ايل سي سي اے ګراؤنډ دوره وكړه او د روان ريډ بال كيمپ كښې شريكو  لوبغاړو او كوچز سره يې ملاقات وكړو۔د دورې په مهال د پي سي بي چيئرمېن د لوبغاړو ټريننګ مشاهده او كيمپ كښې  په روانو هلو ځلو كښې يې  خوښۍ څرګنده   كړه۔په دې موقع د هائي پرفارمنس سينټرز ډائرېكټر عاقب جاوېد محسن نقوي ته د لوبغاړو فټنس او ټريننګ كيمپ په اړه په بيلو هلو ځلو تفصيلي بريفنګ وركړو۔د كيمپ په موقع د پاكستان ډلې هيډ كوچ مائيك هيسن٬پخوانې كپتان او كوچ مصباح الحق٬سرفراز احمد پشمول نورو كوچز هم موجود وو۔