د حكومت وړومبې  پام لرنه عام وګري ته ريليف وركولو او معيشت د پرمختګ په لاره روانول دي۔وزيراعظم

  اسلام آباد 13جون (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف معاشي استحكام په تل پاتې اقتصادي پرمختګ د بدلولو عزم پخلې  سره وئېلي دي د حكومت وړومبې پام لرنه  عام وګري ته ريليف وركول او معيشت د پرمختګ په لاره روانول دي۔هغه د خالي په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د ملاقات لپاره راغلو د  اسمبلۍ غړو سره خبرې كولې۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې …

 

اسلام آباد 13جون (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف معاشي استحكام په تل پاتې اقتصادي پرمختګ د بدلولو عزم پخلې  سره وئېلي دي د حكومت وړومبې پام لرنه  عام وګري ته ريليف وركول او معيشت د پرمختګ په لاره روانول دي۔هغه د خالي په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د ملاقات لپاره راغلو د  اسمبلۍ غړو سره خبرې كولې۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سره د اسمبلۍ غړو ابرار شاه٬ثمينه خالد٬شاهده رحمان٬جمال شاه كاكړ٬خرم شهزاد٬سردار يعقوب خان ناصر٬ميجر(ر)طاهر اقبال او ميا خان بګټي جلا جلا ملاقاتونه وكړل ۔قامي اسمبلۍ غړو متوازن او اولس دوسته بجټ په وړاندې كولو د وزيراعظم مشري وستائېله۔وزيراعظم معاشي استحكام په تل پاتي  اقتصادي پرمختګ  بدلولو عزم پخلې كولو سره ووئېل د حكومت وړومبې ترجيح عام وګړي ته ريليف وركول او معيشت د پرمختګ په لاره روانول دي ۔ ده ووئيل په بجټ كښې تنخواه دارې طبقې ته د زيات نه زيات ريليف وركړے شوے۔ده هيله څرګنده كړه چې په بجټ كښې كاروباري ورورولۍ لپاره ټيكس كښې رعايتونه او د نورو آسانيو څخه به سرمايه كاري زياته شي او معاشي هلو ځلو ته به وده ترلاسه شي۔د قامي اسمبلۍ غړو د اولس خېرښېګړې او اقتصادي پرمختګ لپاره د حكومتي اقدامات له د بشپړ ملاتړ څرګندونه وكړه۔په ملاقات كښې د قامي اسبملۍ غړو  د خپلو سيمو د چارو په اړه هم خبرې  وكړې۔