د معاشي استحكام نه پس د ترقۍ سفر پېل شوے ٬بجټ 27-2026 اولس٬تنخواه دارې طبقې لپاره په مراعات او برآمدات اډانه دے۔د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب

اسلام آباد 13جون (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي حكومت د معاشي استحكام په پړاؤ كښې مهمې كاميابۍ ترلاسه كولو نه پس اوس د برآمدات٬سرماي كاري او د نجي څانګې په قيادت كښې د معاشي پرمختګ نوې سفر پېل كړے دے او د مالي كال 27-2026 بجټ اولس٬تنخواه دارې طبقې٬خواري كښو٬كروندګرو او د كاروباري ورورولۍ ضروريات تر مخه جوړ  كړے شوے ۔د خالي په ورځ …

اسلام آباد 13جون (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي حكومت د معاشي استحكام په پړاؤ كښې مهمې كاميابۍ ترلاسه كولو نه پس اوس د برآمدات٬سرماي كاري او د نجي څانګې په قيادت كښې د معاشي پرمختګ نوې سفر پېل كړے دے او د مالي كال 27-2026 بجټ اولس٬تنخواه دارې طبقې٬خواري كښو٬كروندګرو او د كاروباري ورورولۍ ضروريات تر مخه جوړ  كړے شوے ۔د خالي په ورځ اسلام آباد كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني سره  پوسټ بجټ پرېس كنفرنس ته خطاب كولو كښې د خزانې وزير ووئيل تېر كال كښې ما قام له باور وركړے ؤ چې معيشت درست پلو روان دے او نن په بجټ كښې وړاندې كړی شوي اقدامات د دې خبرې ثبوت دے چې پاكستان معاشي استحكام څخه پرمختګ پلو روان دے۔ده ووئيل  د معاشي پرمختګ سفر پرله پسې كيږي او د دې كوم آخري منزل نه وي خو حكومت د محدودو  مالي وسائلو  باوجود ترلاسه ګڼجائش زيات نه زيات د اولس خېرښېګړې٬معاشي هلو ځلو او د سرمايه كارۍ ودې لپاره استعمال كړے دے۔د ده وينا وه چې د بجټ جوړولو په مهال تنخواه دارې طبقې په خاص توګه كم آمدن لرونكو ملازمينو ته ريلف وركول د حكومت وړومبې پام لرنه وه ۔د خزانې وزير ووئيل  حكومت د تنخواه دارې طبقې لاندې درجې په كسانو د ټيكس بار كمولو لباره اقدامات كړي دغسې چې د ګرانۍ او معاشي فشار څخه ځپلے  شوو طبقو ته آسانۍ ترلاسه شي۔ده ووئيل په بجټ كښې كاروباري هلو ځلو ته وده وركول او د روزګر نوې موقعې راپیدا كولو ته خاص پام لرنه شوې ده ۔سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل  حكومت پرله پسې په برآمدات اډانه د معاشي پرمختګ په پالېسۍ عمل كړے دے او د دې ټګلارې له مخې د وزيراعظم په هدايت برآمد كوونكو لپاره د سپر ټيكس ختمولو پريكړه شوې ده۔ده ووئيل  د صنعت او برآمدۍ څانګې ته  په كم لګښت فنانسنګ آسانۍ وركولې شي او د ټيرف اصلاحات په دوهم پړاؤ هم عملدرآمد روان دے دغسې چې پیداواري لګښت كم شي او پاكستاني مصنوعات نړيوالې منډۍ كښې زيات مسابقتي كړې شي۔ده ووئيل  د آئي ټي سيكټر د پاكستان معيشت كښې مهم كردار ادا كوي او هيله ده چې روان مالي كال په مهال به آئي ټي برآمدات تر 4.5 ارب ډالرو ورسي۔د خزانې وزير ووئيل ځوانانو ته كاروبار او  د خپل روزګر موقعې وركولو لپاره 262 اربه روپۍ دقرضې د پروګرام اجرا شوے دے۔د زرعي څانګې په اړه خبرو كښې ده ووئيل  حكومت د كروندګرو معاونت او د زرعي پېداوار اضافې لپاره ګڼ شمېر اقدامات كړې دي۔ده ووئيل  د زرعي قرضو حجم 15 فيصده زياتوول نه پس دوه زره اربه روپو څخه زيات كړے شوے او د وزيراعظم يوتھ ايګريكلچرل لون پروګرام له مخې 262 اربه روپۍ بېلې كړې شوي چې پكښې 125 اربه روپۍ د كركيلې لپاره مخصوص دي۔ده ووئيل د كركيلې څانګې لپاره مالياتي آسانيو كښې هم اضافه شوې ده او د كركيلې دقرضې حجم 2 زره اربه روپو څخه زياته كړے شوے  ٬وړو كروندګرو لپاره “زرخيزي سكيم”معارفي كړے شوے چې له مخې به يې زمكه يا كور ګروي اېښودلو نه غېر د قرض آسانۍ وركولې شي او د وزيراعظم يوتھ ايګريكلچر لون پروګرام له مخې 262 اربه روپۍ بېلې كړی شوي چې پكښې 125 اربه روپۍ كركيلې لپاره مخصوص دي۔سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل د كركيلې مشينرۍ٬كمبائن هارويسټرز او نورو ويليو ايډډ آلات په درآمد كسټم او ريګوليټري ډيوټي ختمه كړی شوې دغسې چې د كركيلې پېداوار زيات شي۔ده ووئيل  ايف بي آر د آټوميشن او مصنوعي ذهانت(AI)پلو منتقل كړے شوے ٬انساني مداخلت كم كړے شوے او ټيكس نيټ ته پراختيا وركولو لپاره د ريټيلر سكيم پشمول بيل اقدامات معارفي كړې شوي۔د خزانې وزير ووئيل  بجټ 2026-27 كښې ترلاسه مالي ګنجائش په بشپړه توګه معاشي هلو ځلو٬سرمايه كارۍ٬برآمدات او د روزګار ودې لپاره استعمال كړے شوے او رامخې ته كېدونكے ابتدائي غبرګون د دې خبرې څرګندونه ده چې پاكستان اوس د معاشي پرمختګ نوې پړاؤ ته داخليږي۔ده ووئيل د پیټروليم مصنوعات په اړه خبره كولو كښې ده واضحه كړه چې د پيټروليم ليوي كښې كومه اضافه نه ده كشوې بلكې يوازې د ليوي په ډهانچه كښې ضروري بدلون كولې شي۔ده ووئيل  د اپريل په مقابل كښې د مئي په مهال د تيل درآمډۍ لګښت كښې ښكاره كمے راغلے دے۔د سولر پينلز بيعو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې د خزانې وفاقي وزير ووئيل د سولر پينلز په بيعو كښې د اضافې په اړه  ډنډورې هېڅ حقيقت نه لري او ټولو اړوندو  ته درست معلومات وركول باوري كول پكار دي۔ده د اسټيټ بانك آف پاكستان لخوا په كم شرح سود فنانسنګ آسانۍ وركول ستائېلو سره ووئېل د څلور نيم فيصده شرح فنانسنګ وركړھ به كاروباري هلو ځلو او د سرمايه كارۍ  وده كښې مرستياله ثابت شي۔د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب ووئېل د ملكي او غېر ملكي سرمايه كارو لپاره معاشي استحكام بنيادي اهميت لري او حكومت د سرمايه كارۍ ودې لپاره ون ونډو آپريشن او په نورو آسانيو كار كوي۔ده زور راوړو چې د معاشي پرمختګ لپاره نجي څانګې له به مركزي كردار وركول وي او حكومت به د دې مقصد لپاره هر ممكن مرسته كوي۔ده ووئيل د   بجټ 27-2026 بنيادي مقصد معاشي هلې ځلې تندول٬برآمدات كښې اضافه٬د روزګار موقعې راپېدا كول٬زرعي او صنعتي څانګې قوي كول او اولس ته زيات نه زيات ريليف وركول دي۔د ده وينا وه چې ترلاسه شوې ابتدائي غبرګون د ډاډ وړ دے او دا خبره په ګوته كوي چې پاكستان د معاشي پرمختګ يو نوې پړاؤ كښې داخلېږي۔