اسلام آباد۔13جون (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير سینیټر اعظم نذیر تارړ وئېلي دي د پي ټي آئي د باني صحت، ویل بیئنګ، زندان كښې د اسانيو او هغه ته د وركړے كېدونكې ماحول په اړه معلومات وركونه د حکومت ذمه واری ده او هغوي دا معلومات وركوي ۔ د خالي په ورځ ایوان كښې د بیرسټر ګوهر خان د اعتراض په نكته وفاقي وزیر واضحه …
د پي ټي آئي باني د زندان سهولتونو او د صحت په اړه معلومات وركونه د حکومت ذمه واري ده ،مونږ خپلې ذمه وارۍ تر سره كوو ، د قانون وفاقي وزیر

مزید خبریں
اسلام آباد۔13جون (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير سینیټر اعظم نذیر تارړ وئېلي دي د پي ټي آئي د باني صحت، ویل بیئنګ، زندان كښې د اسانيو او هغه ته د وركړے كېدونكې ماحول په اړه معلومات وركونه د حکومت ذمه واری ده او هغوي دا معلومات وركوي ۔ د خالي په ورځ ایوان كښې د بیرسټر ګوهر خان د اعتراض په نكته وفاقي وزیر واضحه كړه چې مونږ وړاندې هم په نېك نيتۍ سره ناسته كرې وه او اوس هم چمتو يوو۔ ده ووئېل بیرسټر ګوهر او لطیف کھوسه زما نه ښه خبر دي چې څه معاملات عدالتي دي او د باني پي ټي آئي سزا د (کنوکشنز) نه پس ډېر څيزونه د عدالتي احکامات لاندې ریګولیټ كېږي او دا مقدمات عدالتونو كښې د اورېدنې لاندې دي۔ اعظم نذیر تارړ ووئېل د باني پي ټي آئي خوشې كول ، هغه ته رسنه یا ملاقاتونه ریګولیټ كولو چارو لپاره اسلام آباد هائي کورټ كښې كېس روان دے، خو د عدالتي معاملات نه يو خوا په حکومتي كچه چې څه هم ممکنات دي هغه وركرې كېږي او بيا به هم وركړې كېږي









