چارسده 13جون (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي تېره ورځ د فيډرل كانسټيبلري ټريننګ سينټر شب قدر تفصيلي دوره وكړه ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د فورس آپريشنل چمتوالي او پيشه وره تربيې جاج واخست۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د كورنيو چارو وزارت بهر هېوادونو څخه راغلو د سټيټ ګيسټ لپاره سپېشل پروټيكشن ونګ او د اينټي رائټ ونګ تربيتي هلو ځلو …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د فيډرل كانسټيبلري ټريننګ سينټر شب قدر تفصيلي دوره٬ د آپريشنل چمتوالي او پيشه وره تربيې جاج واغستلے شو

مزید خبریں
چارسده 13جون (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي تېره ورځ د فيډرل كانسټيبلري ټريننګ سينټر شب قدر تفصيلي دوره وكړه ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د فورس آپريشنل چمتوالي او پيشه وره تربيې جاج واخست۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د كورنيو چارو وزارت بهر هېوادونو څخه راغلو د سټيټ ګيسټ لپاره سپېشل پروټيكشن ونګ او د اينټي رائټ ونګ تربيتي هلو ځلو معائنه وكړه ۔د كورنيو چارو وزير د اهلكارو د جديد تربيي معيار ستائېلو سره ووئېل سپيشل پروټيكشن ونګ د پرمختللو هېوادونو په طرز جديد و منظم فورس به جوړولې شي٬غېر ملكي مېلمنو ته به د نړيوال معيار امنيت وركول د سپيشل پروټيكشن ونګ ذمه واري وي۔ده ووئيل د سپيشل پروټيكشن ونګ ټريننګ ته خاص پام كولې شي۔د اهلكارو د غېر ملكي انسټركټر څخه د ټريننګ هم انتظام شوے دے او بهر هېوادونو ته به هم لېږلې شي۔ وفاقي وزير محسن نقوي ټولو اهلكارو ته فزيكل فټنس٬د جديد وسلې د تربيې او ډرائيونګ ته د خاص پام لرنې هدايت كولو سره ووئېل د تعليمي قابليت زياتولو سره اهلكارو ته نړيوالې ژبې هم ښودلې كيږي۔د دورې په موقع د فيډرل كانسټيبلري آئي جي نذير احمد ګاړا داهلكارو تربيت په اړه بريفنګ وركړو۔هغه ووئيل تربيه ترلاسه كوونكو اهلكارو كښې د ټولو صوبو پشمول آزاد كشمير٬ګلګت بلتستان نمائندګي هم شته٬ په تربيتي پروګرام كښې په وړومبي ځلا ٣٥ مېرمنې اهلكارې هم شاملې دي۔ په دې موقع ډي آئې جي ايف سي او نور اړوند چارواكي هم موجود وو۔








