د وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري په باور وركولو آل ګورنمنټ ایمپلائز ګرینډ الائنس د پارلیمنټ هاؤس په وړاندې خپل احتجاج ختم كړو

  اسلام آباد۔13جون (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزیر  ډاکټر طارق فضل چوهدري په باور وركولو او خبرو اترو نه پس آل ګورنمنټ ایمپلائز ګرینډ الائنس د پارلیمنټ هاؤس په وړاندې خپل روان احتجاج د ختمولو  اعلان كړے دے ۔وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري پخپله  احتجاجي مظاهره كښې ګدون وكړو او  ملازمین  ته يې  خطاب وكړو۔ خپل خطاب ده مظاهرچنيانو باندې زېرے وكړو  چې د سرکاري ملازمیو …

 

اسلام آباد۔13جون (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزیر  ډاکټر طارق فضل چوهدري په باور وركولو او خبرو اترو نه پس آل ګورنمنټ ایمپلائز ګرینډ الائنس د پارلیمنټ هاؤس په وړاندې خپل روان احتجاج د ختمولو  اعلان كړے دے ۔وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري پخپله  احتجاجي مظاهره كښې ګدون وكړو او  ملازمین  ته يې  خطاب وكړو۔ خپل خطاب ده مظاهرچنيانو باندې زېرے وكړو  چې د سرکاري ملازمیو 80 فیصد نه زياتې غوښتنې  منظور کرې شوي دي ۔ وفاقی وزیرد دې مهم اعلان نه پس په ملازمین كښې خوشحالي راپېدا شوه او هغوي د  وزیراعظم شهباز شریف او وفاقي حکومت په حق كښې نعرې اووهلې ۔ډاکټر طارق فضل چوهدري  د خبرو اترو تفصیلات كښې ووئېل  د آل ګورنمنټ ایمپلائز ګرینډ الائنس عهدیدارو سره تېره  ورځ هم تفصیلي او ګټورې خبرې شوي وې ۔ د وزیراعظم شهباز شریف په خاص هدایت يوه حکومتي کمیټي جوړه شوې وه  چې د سرکاري ملازمین جائز مطالبات سمدستي حل کړے شي  ۔ په دغه اعلیٰ كچ کمیټۍ كښې وفاقي وزیر رانا ثناء اللہ او زه پخپله شامل وو ۔وفاقي وزیر ملازمین له باور وركړو چې په موجودہ سخت معاشي صورتحال باوجود حکومت بجټ كښې سرکاري ملازمین ته هر ممکن ریلیف وركړے دے ۔ ده  واضحه كړه چې د سرکاري ملازمین د حقونو تحفظ د حکومت وړومبۍ ذمه واري ده او مونږ دا ذمه واري په هر صورت تر سره  کوو ۔ وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل په حکومتي باور په اعتماد کولو او په  امناكه ډول احتجاج ختولو په اړه د آل ګورنمنټ ایمپلائز ګرینډ الائنس د ټولو عهدیدارو  او ملازمین مننه وكړه

مزید خبریں