اسلام آباد۔12جون (اے پي پي) وفاقي حکومت د راروان مالي كال 27-2026 بجټ كښې د سرکاري څانګې كلنه ترقیاتي پروګرام (پي ایس دي پي ) لاندې د قامي ورثه و كلتور ډویژن مختلف منصوبو لپاره 445ملین روپۍ بجټ بېل كړے دے ۔د جمعې په ورځ د جاري پي ایس ډي پي دستاویزات تر مخه د قامي ورثه و كلتور ډویژن د وړاندې نه روانو 3 منصوبو كښې د پاکستان مثبت …
د پي ایس ډي پي لاندې د قامي ورثه و كلتور ډویژن مختلف منصوبو لپاره 445ملین روپۍ بجټ بېل كړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔12جون (اے پي پي) وفاقي حکومت د راروان مالي كال 27-2026 بجټ كښې د سرکاري څانګې كلنه ترقیاتي پروګرام (پي ایس دي پي ) لاندې د قامي ورثه و كلتور ډویژن مختلف منصوبو لپاره 445ملین روپۍ بجټ بېل كړے دے ۔د جمعې په ورځ د جاري پي ایس ډي پي دستاویزات تر مخه د قامي ورثه و كلتور ډویژن د وړاندې نه روانو 3 منصوبو كښې د پاکستان مثبت تشخص د قامي ورثې د لارې رامخې ته كولو په اړه د آرکیالوجي اینډ میوزیمز څانګه كښې ریسرچ اینډ ډویلپمنټ سنټر جوړولو ،د قائد په مزار د ایوان نوادرات قائداعظم او اسلام آباد كښې د نیشنل کلچرل هیریټیج انسټي ټیوټ جوړولو منصوبې شاملې دي ۔ په دې منصوبو د مجموعي لګښټ اندازه 2668.986ملین روپۍ ده او تر 30 جون 2026 په دې منصوبو به 59.740ملین روپۍ خرڅونه متوقع دي










