د ټولو چېلنجونو مقابله كولو باوجود معيشت نن مستحكم دے ، د موجوده حكومت درېم بجټ سره به د معيشت پايه په تندۍ سره مزل پېل كړي ، د وزیراعظم  شهباز شریف د وفاقي كابينې خصوصي غونډې ته خطاب

  اسلام آباد۔12جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي  د ټولو چېلنجونو مقابله كولو باوجود معيشت نن مستحكم دے ٬ د موجوده حكومت درېم بجټ سره به د معيشت پايه په تندۍ سره مزل پېل كړي، اولس چې د كوم صبر او زغم څرګندونه وكړه او ګراني يۍ برداشت كړه په دې د پاكستاني اولس مننه كوم ، د وفاق او صوبو ترمينځه هم غږۍ سره په ټولو چېلنجونو …

 

اسلام آباد۔12جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي  د ټولو چېلنجونو مقابله كولو باوجود معيشت نن مستحكم دے ٬ د موجوده حكومت درېم بجټ سره به د معيشت پايه په تندۍ سره مزل پېل كړي، اولس چې د كوم صبر او زغم څرګندونه وكړه او ګراني يۍ برداشت كړه په دې د پاكستاني اولس مننه كوم ، د وفاق او صوبو ترمينځه هم غږۍ سره په ټولو چېلنجونو قابو موندلې شوو ، آئی اېم اېف د پاکستان معاشی کارکردګي او زمونږ هڅې ستائلې دي ، سوكالي د قام مقدر دے ۔ وزیراعظم شهباز شریف د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ د وفاقي كابينې خاص غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم كابينې ته ووئيل تېره ورځ د چورلكې پیښه كښې د شهيدو شوو ځوانانو د جنازې مونځ كښې مې ګډون وكړو۔ ده ووئيل دغې پېښې هر سترګه وژړوله۔ دا قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل د ننۍ غونډې يوازينۍ ايجنډا وفاقي بجټ دے۔ ده ووئيل مونږ د اولس له ستونزو څخه ښه خبر يوو۔ د تېرو دوز كلونو په مهال حكومتي هڅو سره د ګرانۍ شرح 38 فیصد څخه په كمېدو سنګل ډيجټ ته راغله ، پالیسی رېټ هم 22.5 فیصد څخه 11 فیصد شوے۔ د خليج صورتحال د لاسه يو شمېر ستونزو سره مخ شوو خو د ټولو معاشي چېلنجونو باوجود نن زمونږ معيشت مستحكم دے۔ ده ووئيل وفاق سره په مرسته كولو د پنجاب وزيراعلی مننه كوم۔ ده ووئيل زما  لارښود نواز شريف د وفاق او پنجاب همغږي مضبوطولو لپاره د ستائنې وړ هڅې وكړې۔ ده په مثب رول لوبولو د صدر مملكت آصف علي زرداري او بلاول زرداري هم مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د بلوچستان او خېبر پښتونخوا اعلی وزيرانو هم وفاق سره مرسته كړې۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د حكومتي اقداماتو له امله سوكالي به د قام مقدر وي۔ وزيراعظم په دې موقع د پاکستان پیپلز پارټي ، بی اے پی، نېشنل پارټۍ او اېم كيو اېم په شمول د حكومت د اتحادي ګوندونو هم مننه وكړه۔

مزید خبریں