اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وفاقي حكومت د راروان مالي كال 2026-27 لپاره د مجموعي قامي پرمختيائي پروګرام (نيشنل پي اېس ډي پي) حجم 3675 اربه روپۍ مقرر كړے دے، چې پكښې صوبائي پرمختيائي پروګرامونو لپاره 2224 اربه روپۍ دغسې وفاقي پرمختيائي پروګرام (وفاقي پي اېس ډي پي) لپاره 1000 اربه روپۍ بيل كړې شوي دي ۔ د روان مالي كال 2025-26 په مهال مجموعي قامي پرمختيائي …
مالي كال 2026-27 لپاره مجموعي قامي پرمختيائي پروګرام حجم 3675 اربه روپۍ مقرر شو، صوبو لپاره 2224 اربه او وفاقي پي اېس ډي پي لپاره 1000 اربه روپۍ بيلي كړې شوې

مزید خبریں
اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وفاقي حكومت د راروان مالي كال 2026-27 لپاره د مجموعي قامي پرمختيائي پروګرام (نيشنل پي اېس ډي پي) حجم 3675 اربه روپۍ مقرر كړے دے، چې پكښې صوبائي پرمختيائي پروګرامونو لپاره 2224 اربه روپۍ دغسې وفاقي پرمختيائي پروګرام (وفاقي پي اېس ډي پي) لپاره 1000 اربه روپۍ بيل كړې شوي دي ۔ د روان مالي كال 2025-26 په مهال مجموعي قامي پرمختيائي پروګرام ترميمي حجم 4113 اربه 23 كروړه 23 لكهه روپۍ ؤ دغسې د وفاقي پي اېس ډي پي حجم 820 اربه 50 كروړه 60 لكهه روپۍ ؤ ۔ د جمعې په ورځ د جاري شوي نېشنل ډويلپمنټ پروګرام 2026-27 له مخې د راروان مالي كال بجټ كښې وفاقي وزارتونو او ډويژنونو لپاره په مجموعي توګه 682 اربه 48 كروړه 64 لكهه روپۍ او د سركاري ملكيتي ادارو (SOEs) لپاره 451 اربه روپۍ تجويز شوي۔دغسې د وفاقي وزارتونو او ډويژنو پرمختيائي بجټ له مخې د سرمايه كاري بورډ (بورډ آف انويسټمنټ) لپاره راروان مالي كال كښې 760.950 ميليونه روپۍ بيلي شوي كومې چې روان مالي كال كښې 200.252 ميليونه روپۍ وې۔ كابينه ډويژن لپاره 64 اربه 8 كروړه روپۍ بيلي شوي دغسې د روان مالي كال ترميمي بجټ 63 اربه 23 كروړه 69 لكهه روپۍ ؤ ۔ موسمياتي بدلون و ماحولياتي رابطه ډويژن لپاره 2 اربه 47 كروړه 77 لكهه روپۍ،د تجارت وزارت لپاره 89 ميليونه روپۍ، د مواصلات ډويژن (اين ايچ اے نه علاوه) لپاره 194.540 ميليونه روپۍ، ډيفنس ډويژن لپاره 10 اربه 90 كروړه 25 لكهه روپۍ، دفاعي پيداوار ډويژن لپاره 979.840 ميليونه روپۍ، اسټيبلشمنټ ډويژن لپاره يو ارب 78 كروړه 69 لكهه روپۍ، وفاقي تعليم و پيشه وره تربيې ډويژن لپاره 36 اربه 31 كروړه 20 لكهه روپۍ اېښودلې شوي (چې پكښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام لپاره 10 اربه 90 كروړه روپۍ شاملې دي)، دغسې د فنانس ډويژن پرمختيائي پروژو لپاره يو ارب 44 كروړه روپۍ د بيلولو تجويز دے۔د صوبو او خصوصي سيمو (پروونسز اينډ اسپيشل ايرياز) لپاره په مجموعي توګه 233 اربه 38 كروړه 58 لكهه روپۍ تجويز كړې شوي چې پكښې صوبائي پروژو لپاره 88 اربه 28 كروړه 61 لكهه روپۍ، د فاټا انضمام شوو ضلعو لپاره 56 اربه 7 كروړه 64 لكهه روپۍ او د خاص سيمو (آزاد كشمير و ګلګت بلتستان) لپاره 89 اربه 2 كروړه 33 لكهه روپۍ شاملې دي۔ هائر ايجوكيشن كميشن (ايچ اي سي) لپاره 46 اربه روپۍ بيلي شوي چې پكښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام لپاره 2 اربه 20 كروړه روپۍ شاملې دي۔دې نه ځانله د هاؤسنګ اينډ وركس ډويژن لپاره 16 اربه 39 كروړه 47 لكهه روپۍ اېښودلې شوي ٬ د صنعت و پيداوار ډويژن لپاره 6 اربه 65 كروړه 76 لكهه روپۍ، د اطلاعات او خپرونو ډويژن لپاره 3 اربه 1 كروړه 89 لكهه روپۍ، انفارمېشن ټيكنالوجي او ټيلي كميونيكيشن ډويژن لپاره 19 اربه 58 كروړه روپۍ (پشمول وزيراعظم يوتھ پروګرام لپاره 3 اربه روپۍ)، بين الصوبائي رابطه ډويژن لپاره 1 ارب 85 كروړه 12 لكهه روپۍ، داخله او ناركوټكس كنټرول ډويژن لپاره 21 اربه 82 كروړه 49 لكهه روپۍ او كشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو ډويژن لپاره 62 كروړه 30 لكهه روپۍ تجويز كړې شوي دي ۔د قانون و انصاف ډويژن لپاره 2 اربه 40 كروړه 30 لكهه روپۍ، د سمندري چارو ډويژن لپاره 1 ارب 78 كروړه روپۍ، نېشنل فوډ سيكيورټي اينډ ريسرچ ډويژن لپاره 4 اربه 18 كروړه 30 لكهه روپۍ، او د نېشنل هيلتھ سروسز، ريګوليشنز اينډ كوآرډينيشن ډويژن لپاره 16 اربه 6 كروړه 45 لكهه روپۍ بيلي شوي۔ قامي ورثه او كلتور ډويژن لپاره 44 كروړه 50 لكهه روپۍ، پاكستان اټامك انرجي كميشن لپاره 1 اربه 33 كروړه 50 لكهه روپۍ او پټروليم ډويژن لپاره 31 كروړه 18 لكهه روپۍ مقرر كړې شوي۔ د پلاننګ، ډويلپمنټ اينډ اسپيشل انيشيټوز ډويژن لپاره په مجموعي توګه 2 اربه 82 كروړه 13 لكهه روپۍ بيلي شوي دغسې د دې ماتحت خصوصي اقدامات (اسپيشل انيشيټوز) لپاره 2 اربه 80 كروړه 50 لكهه روپۍ او د بلوچستان فلډ پراجيكټ (IFRAP) لپاره 17 اربه روپۍ تجويز كړې شوي۔د نجكارۍ ډويژن لپاره 410.290 ميليونه روپۍ دغسې د ريلوے ډويژن پروژو لپاره 40 اربه 65 كروړه 78 لكهه روپۍ بيلي شوي ۔دستاويز له مخې د مذهبي چارو او بين المذاهب همغږۍ ډويژن لپاره 31 كروړه 15 لكهه روپۍ، د ريونيو ډويژن لپاره 11 اربه 57 كروړه روپۍ، سائنس او ټيكنالوجيكل ريسرچ ډويژن لپاره 3 اربه 56 كروړه 71 لكهه روپۍ، د اسپيشل انويسټمنټ فيسيليټيشن كونسل (اېس آئي ايف سي) ډويژن لپاره 47 كروړه 97 لكهه روپۍ، سپاركو لپاره 4 اربه 89 كروړه 50 لكهه روپۍ، او د اوبو وسائلو ډويژن لپاره 103 اربه 8 كروړه 64 لكهه روپۍ بيلي شوي كومې چې روان مالي كال كښې 101 اربه 64 كروړه روپۍ وي۔ كارپوريشنز لپاره په مجموعي توګه 312 اربه 51 كروړه 45 لكهه روپۍ بيلي كړې شوي، د دې ترمخه نېشنل هائي وے اتھارټي (اين ايچ اے) پرمختيائي پروژو لپاره 224 اربه 51 كروړه 45 لكهه روپۍ او د پاور ډويژن (اين ټي ډي سي/ پيپكو) لپاره 88 اربه روپۍ بيلي كړې شوي دي








