د پاکستانو حج كوونكو شمېره  په نړۍ كښې په دويم لمبر وه ، حج آپریشن  په زړه پورې پاتي شو ،   سردار محمد یوسف

  اسلام آباد۔12جون  (اے پي پي ) د مذهبي چارو  او بین المذاهب همغږۍ وفاقي وزير  سردار محمد یوسف وئېلي دي  د لوي څښتن  په شکر او  توفیق د پاکستان  حج آپریشن ډېر ښه پاتي شو  ،  پرله پسې په دويم كال د  سعودي د مذهبي چارو وزارت د اړخه ایکسیلینس ایوارډ  راكړے شو  كوم چې د  پاکستان لپاره لوي درناوے دے،  د وزیراعظم  محمد شهباز شریف په هدایت او …

 

اسلام آباد۔12جون  (اے پي پي ) د مذهبي چارو  او بین المذاهب همغږۍ وفاقي وزير  سردار محمد یوسف وئېلي دي  د لوي څښتن  په شکر او  توفیق د پاکستان  حج آپریشن ډېر ښه پاتي شو  ،  پرله پسې په دويم كال د  سعودي د مذهبي چارو وزارت د اړخه ایکسیلینس ایوارډ  راكړے شو  كوم چې د  پاکستان لپاره لوي درناوے دے،  د وزیراعظم  محمد شهباز شریف په هدایت او  سرپرستۍ كښې حج مشن كښې د ټولو  شته اسانيو  په كارولو  عازمین  ته ښه سهولیات وركړے شول ۔ ده د جمعې په ورځ  اسلام آباد انټرنیشنل ایئرپورټ باندې د هر كلي دستورې ته خطاب كولو ۔ ده د حج آپریشن په کامیابیو او مهمو  برخو رڼا اچولو سره ووئېل د لوي څښتن په شكر د پاکستان حجاج جشېره په ګرده نړۍ كښې په دويم لمبر ده او د دومره زيات شمېر باوجود انتظامات مثالي او غوره وو  ۔ ده ووئېل  سږ كال د روډ ټو مکه پراجیکټ نه  80 فیصده حجاج کرام مستفید شول او شخصي حج سکیم  ته هم درې ایوارډ تر لاسه شول  كومو چې د پاکستان  لپاره لوي اعزاز دے ۔ ده ووئېل د سعودي د مذهبي چارو  وزارت سره زمونږ مثالي رابطه وه  او د  سعودی حکومت د  عازمین لپاره  ول سهولیات وركړي په كومو چې مونږ د  خادم الحرمین الشریفین او  ولي عهد محمد بن سلمان پشمول د سعودي قیادت مننه كوو۔سردار محمد یوسف د راروانې حج پالیسۍ او  رہائشي سهولیات  په ړه ووئېل د  سعودي حج وزارت د ښې  حج پالیسۍ اعلان كړے دے د كومې تر مخه چې  د سعودی ډیډ لائن مطابق حج پالیسي  روانه مياشت به وفاقي کابینې ته وړاندې كولې شي او  حج درخواستونه به وړورمبے راشئ  او وړورمبي واخلې پالیسۍ  تر مخه  جمع كېدې شي ۔

 

مزید خبریں