پیښور ۔ 12 جون (اے پي پي ) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي تېره ورځ د کمبائنډ ملټري هسپتال(سي ایم ایچ) پیښور دورہ وكړه ۔ ده هسپتال كښې د پاک پوځ او د فیډرل کانسټیبلري د اهلکارو عیادت وكړو ۔ داخله وزير محسن نقوي د هر يو ژوبل شوي اہلکار خوا له لاړو او د هغه خیریت يې معلوم كړو ۔ وفاقي وزیر د پاک پوځ او …
د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي سي ایم ایچ پیښور ته راتګ،د پاک پوځ او د فیډرل کانسټیبلري د اهلکارو عیادت

مزید خبریں
پیښور ۔ 12 جون (اے پي پي ) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي تېره ورځ د کمبائنډ ملټري هسپتال(سي ایم ایچ) پیښور دورہ وكړه ۔ ده هسپتال كښې د پاک پوځ او د فیډرل کانسټیبلري د اهلکارو عیادت وكړو ۔ داخله وزير محسن نقوي د هر يو ژوبل شوي اہلکار خوا له لاړو او د هغه خیریت يې معلوم كړو ۔ وفاقي وزیر د پاک پوځ او د ایف سي اهلکارو د جذبې او د فرض شناسۍ ستائنه وكړه ۔ محسن نقوي د ژوبل شوو اهلکارو د لوړې حوصلې ستائنه وكړه ۔ ده د اهلکارو د درملنې په اړه د ډاکټرز نه اپ ډیټس واغستل ۔ په دې موقع وفاقي وزیر محسن نقوي د ژوبل شوو اهلکارو سره خبرو كښې ووئېل تاسو په نره د فتنہ الخوارج ناپاک عزائم ناکامه كړل ، تاسو د قام اتلان يې ، مونږ ټول په تاسو وياړ لرو ۔ وفاقي وزیر ووئېل ستاسو غوندې د نرانو زامنو په شتوالي كښې د دښمن کوم سازش کامیابېدې نشي ۔ په دې موقع د خیبر پښتونخوا چیف سیکرټري شهاب علي شاہ او آئي جي فیډرل کانسټیبلري نذیر احمد ګاڑا هم موجود وو







