د هېواد په پرمختګ كښې د اېم كيو اېم مثبت كردار د قدر وړ دے ۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

  اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي متحده قومي موومنټ (اېم كيو اېم) د حکومت مهم اتحادي ګوند دے، د هېواد پرمختګ، معاشي استحکام او د اولسي خېرښګرې اېجنډا سرته رسولو كښې د دوي مثبت او ګټور كردار د قدر وړ دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د …

 

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي متحده قومي موومنټ (اېم كيو اېم) د حکومت مهم اتحادي ګوند دے، د هېواد پرمختګ، معاشي استحکام او د اولسي خېرښګرې اېجنډا سرته رسولو كښې د دوي مثبت او ګټور كردار د قدر وړ دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د تعليم وفاقي وزير  او د اېم كيو اېم کنوينر ډاکټر خالد مقبول صديقي په مشرۍ كښې د متحده قومي موومنټ پلاوي سره كړې چا چې وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ په پلاوي كښې د روغتيا وزير سيد مصطفيٰ کمال او پارلماني غړي فاروق ستار، امين الحق او جاويد حنيف شامل وو۔ په ملاقات كښې د كال 27-2026 په وفاقي بجټ او د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع وفاقي وزيران احسن اقبال، اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، عطاء الله تارړ، د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء الله هم موجود ٶ۔ پلاوي سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل اېم كيو اېم د حكومت مهم اتحادي ګوند دے او د هېواد په ترقۍ، معاشي استحکام او د اولسي خېرښګړې په اېجنډا كښې د دوي مثبت او ګټور كردار د قدر وړ دے، د همكارۍ دا عمل به په سباون كښې هم قامي ګټې او اولسي خدمت لپاره هم په  دې جذبه روان وي

مزید خبریں