اسلام آباد۔12جون(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ تر ټولو مهمه غونډه نن د جمعې په ورځ ماسپخين 3 بجې په پارليمنټ هاؤس كښې كيږي په كومه كښې به چې د خزانې او ريونيو وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د مالي كال 27-2026 وفاقي بجټ وړاندې كوي۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د جاري كړې شوې ايجنډې له مخې د غونډې پېل به تلاوت كلام پاك ٬ حديث مباركه ٬ نعت او …
د خزانې وفاقي وزير به نن ماسپخين 3 بجې وفافي بجټ وړاندے كړي
اسلام آباد۔12جون(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ تر ټولو مهمه غونډه نن د جمعې په ورځ ماسپخين 3 بجې په پارليمنټ هاؤس كښې كيږي په كومه كښې به چې د خزانې او ريونيو وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د مالي كال 27-2026 وفاقي بجټ وړاندې كوي۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د جاري كړې شوې ايجنډې له مخې د غونډې پېل به تلاوت كلام پاك ٬ حديث مباركه ٬ نعت او قامي سرود سره كيږي۔ د جولائي اولنۍ نېټې كال 2026 څخه پېل كېدونكي نوي مالي كال لپاره د وفاقي حكومت مالياتي تجاويز ته قانوني شكل وركولو او اړوندو قوانينو كښې بدلونونو لپاره به “فنانس بل۔ 2026” په ايوان كښې معارفي كولې شي۔ د نړۍ بېلو هېوادونو سره تعلق لرونكي ګڼ شمېر سفارتكار او مبصرين به بجټ سېشن كتلو له په پارليمنټ هاؤس كښې موجود وي۔








