د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د خیبرپښتونخوا پولیس هیډ کوارټر دورہ، د شهيدانو په یادګار حاضري، ګلونه پرې كېښودل او  فاتحه خواني يې وكړه

  اسلام آباد۔11جون  (اے پي پي ) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي پیښور كښې د خیبرپښتونخوا پولیس هیډ کوارټر دورہ وكړه ،  د شهيدانو په  یادګار يې حاضري وكړه  ،  د ګلونو څادر پرې اوغوړو  او فاتحه خواني يېب وكړه   ۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت نه جاري بیان تر مخه  د كورنيو چارو وزير محسن نقوي  د پولیس شهداء ته په زرينو ټكو د عقيدت …

 

اسلام آباد۔11جون  (اے پي پي ) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي پیښور كښې د خیبرپښتونخوا پولیس هیډ کوارټر دورہ وكړه ،  د شهيدانو په  یادګار يې حاضري وكړه  ،  د ګلونو څادر پرې اوغوړو  او فاتحه خواني يېب وكړه   ۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت نه جاري بیان تر مخه  د كورنيو چارو وزير محسن نقوي  د پولیس شهداء ته په زرينو ټكو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې  ۔ داخله وزير محسن نقوي د جدید ټیکنالوجۍ لرونكو  ډرونز،  وسلې،  نائټ وژن ګنز او د نوزرو  آلاتو معائنه وكړه  ۔ آئي جي خیبرپښتونخوا پولیس ذوالفقار حمید   داخله وزير ته د  جدید آلاتو په اړه  بریفنګ وركړو ۔ د وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې پولیس هیډ کوارټر كښې خاص غونډچه وشوه چې پكښې چیف سیکرټری شهاب علی شاه ، آئي جي پولیس ذوالفقار حمید،  آئي جي فیدرل کانسټیبلري نذیر ګاړا،  د سي ټي ډي خیبرپښتونخوا مشر او اعلی افسرانو ګډون وكړو ۔ غونچه كښې محسن نقوي ووئېل  د خیبرپښتونخوا پولیس د ترهه ګرۍ  خلاف جنګ كښې په فرنټ لائن دي  ۔ د کے پي کے پولیس ته  د جدید ټیکنالوجۍ لرونكې  وسله او  آلات په ترجیحي بنیادونو وركړې كېږي ۔  د خیبرپښتونخوا پولیس اود  سي ټي ډي د كار استعداد زياتولو لپاره وفاق او  صوبائی حکومت  په ګده ټول تر لاسه وسائل وركوي او بيا به هم دا لړۍ روانه وي  ۔ده ووئېل د صوبې  پولیس او  سي ټي ډي ته د ترهه ګرۍ  مخ نيوي جدید ټریننګ وركلو  كښې  به وفاقي حکومت په زړه پورې مرسته كوي ۔ د خیبرپښتونخوا حکومت د اړخه  د پولیس بجټ زياتول  د ستائنې وړ عمل دے ۔

مزید خبریں