د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نېشنل پوليس اكيډمۍ دوره٬تربيه ترلاسه كوونكو اے ايس پيز سره ملاقات

  اسلام آباد 11 جون(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي  تربيه ترلاسه كوونكي افسران دې جديد ټېكنالوجي او د سمارټ پوليسنګ خپل شعار جوړ كړي٬اے ايس پيز ته ښه تربيه او جديد آسانۍ وركول زمونږ ترجيح ده ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د نېشنل پوليس اكيډمۍ دورې په  موقع كړې۔په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي تربيه ترلاسه …

 

اسلام آباد 11 جون(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي  تربيه ترلاسه كوونكي افسران دې جديد ټېكنالوجي او د سمارټ پوليسنګ خپل شعار جوړ كړي٬اے ايس پيز ته ښه تربيه او جديد آسانۍ وركول زمونږ ترجيح ده ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د نېشنل پوليس اكيډمۍ دورې په  موقع كړې۔په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي تربيه ترلاسه كونكې اے ايس پيز سره ملاقات وكړو  او پيشه وره او په تربيتې چارو يې د د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔محسن نقوي ووئېل تربيه ترلاسه كوونكې افسران دې  د جديد ټېكنالوجي او سمارټ پوليسنګ خپل شعار جوړ كړي۔فيلډ كښې اولس سره ښه سلوك ولري او د هغوي مسئلې په سمدستي توګه حل كړئ ۔ ده ووئېل تربيه ترلاسه كوونكې اے ايس پيز د هېواد سباؤن دے٬د دوي په پيشه وره صلاحيتونو پوره باور لرو ٬اے ايس پيز ته ښه تربيه او جديد آسانۍ وركول زمونږ ترجيح ده ۔ده ووئيل  د ايليټ د وړومبي بيچ تربيه به ډېره  زر پېل شي٬د جديد تقاضو سره سمه تربيه د موثره پوليسنګ ضمانت دے٬نېشنل پوليس اكيډمۍ كښې تربيتي او د استوګنې آسانۍ د نړيوال معيار له مخې جوړولې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي نېشنل پوليس اكيډمۍ د جورېدونكې هاسټل معائنه وكړه۔په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د جوړ ماډل روم جاج واخست او د ضروري بدلونونو هدايت يې وكړو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي پروژه زر تر زره د بشپړولو هم امر وكړو ۔د اين پي اے كمانډنټ٬د ايف آئي اے ډي جي٬د اين سي سي آئي اے ډي جي٬ د اسلام آباد پوليس آئي جي او نور سينئر افسران هم په دې موقع موجود وو

مزید خبریں