اسلام آباد 11 جون(اے پی پی)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري سره پاكستان كښې د سپين سفير كارلوس اراګون په مشرۍ كښې راغلې يو اعلٰی كچ هسپانوي پلاوي ملاقات كړے چې پكښې د توان په څانګه كښې په روانو اصلاحاتو ٬ د سرمايه كارۍ په جديد موقعو او د دوه اړخيزه مرستې د ودې پشمول د شريكې خوښې په مهمو چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د …
د توان وفاقي وزير سره د سپين سفير په مشرۍ كښې د هسپانوي پلاوي ملاقات٬ د دوه اړخيزه مرستې زياتولو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 11 جون(اے پی پی)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري سره پاكستان كښې د سپين سفير كارلوس اراګون په مشرۍ كښې راغلې يو اعلٰی كچ هسپانوي پلاوي ملاقات كړے چې پكښې د توان په څانګه كښې په روانو اصلاحاتو ٬ د سرمايه كارۍ په جديد موقعو او د دوه اړخيزه مرستې د ودې پشمول د شريكې خوښې په مهمو چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پاور ډويژن وياند له مخې په ملاقات كښې هسپانوي سفير مينځني ختيز كښې د امن او استحكام قيام لپاره د پاكستان مثبت او تعميري كردار په خاص توګه وستائېلو ۔وفاقي وزير پلاوي په پاور سيكټر كښې دج روانو جامع اصلاحاتو څخه خبرولو كښې ووئېل حكومت د تېرو دوو كلونو په مهال د توان ډهانچې ښه كولو لپاره ګڼ شمېر مهم اقدامات كړې دي ۔سردار اويس احمد خان لغاري پلاوې د ټرانسميشن نظام٬ګرډ ډيجيټلائزېشن٬بيټري انرجي سټوريج سسټم او جديد ميټرنګ انفراسټركچر كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعو څخه خبر كړو ۔سفير كارلوس آراګون د پاكستان پاور سيكټر پرمختګ كښې د خوښۍ څرګندونه كولو سره ووئېل د سپين كمپنۍ په نړيواله كچه ډيفنس او د ډيجيټل ټېكنالوجۍ سيكټر په څانګو كښې پراخه تجربه لري۔هغه ووئيل د هسپانوي كمپنو مهارت د پاكستان ټرانسميشن او ميټرنګ نظام جديد كارۍ عمل كښې ګټور ثابتېدے شي او په دې اړه د مرستې ګڼ شمېر امكانات موجود دي۔په ملاقات كښې دواړو ډلو د انفراسټركچر ښه والي٬معلومات او تجربو تبادلې او ممكنه سرمايه كارۍ موقعې په حقيقت بدلولو لپاره په پرله پسې رابطه كښې د پاتې كېدو عزم پخلے وكړو











