د وزيراعظم محمد شهباز شريف د لوبو سامان جوړونكې د پاكستان نامتو صنعت د لارې د فټ بال نړيوال ايونټ برخې په جوړېدو د وياړ  څرګندونه

  اسلام آباد 11 جون(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف پاكستان د لوبو سامان جوړونكې د نامتو  صنعت د لارې د فټ بال د نړيوال ايونټ برخې په جوړېدو د وياړ څرګندونې سره وئېلي دي  فټ بال ورلډ كپ كښې استعمالېدونكي آفيشل ميچ  بالز"ټريونډا" په پاكستان كښې جوړ كړے شوے كوم چې زمونږ د اولس مهارت٬هنرمندۍ او د ښه كاريګرۍ عكاسي كوي۔دعا ده چې دا ټورنامنټ په ټوله نړۍ كښې …

 

اسلام آباد 11 جون(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف پاكستان د لوبو سامان جوړونكې د نامتو  صنعت د لارې د فټ بال د نړيوال ايونټ برخې په جوړېدو د وياړ څرګندونې سره وئېلي دي  فټ بال ورلډ كپ كښې استعمالېدونكي آفيشل ميچ  بالز”ټريونډا” په پاكستان كښې جوړ كړے شوے كوم چې زمونږ د اولس مهارت٬هنرمندۍ او د ښه كاريګرۍ عكاسي كوي۔دعا ده چې دا ټورنامنټ په ټوله نړۍ كښې د ملګرتيا٬اتحاد او د لوبو اعلٰی معيار د ودې ذريعه وګړځي۔د زيارت په ورځ د سماجي رابطې په ويب پاڼه ايكس خپل بيان كښې وزيراعظم ووئېل نن په ټوله نړۍ كښې د فټ بال شائقينو لپاره يو ډېره خاص ورځ ده ځكه چې 23م فيفا ورلډ كپ پېل كيږي٬دا نړيوال ايونټ د لوبو د هغه منفرد صلاحيت جشن دے كوم چې په پولو٬كلتورونو او د قامونو نه پرته خلق يو بل سره نزدې كړې دي۔وزيراعظم د كوربه هېوادونو امريكې٬كاناډا او ميكسيكو پشمول ټولو شريكو هېوادونو لپاره د كاميابۍ او يادګاري ټورنامنټ په اړه د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل  پاكستان د لوبو سامان جوړونكي خپل نامتو صنعت د لارې د فټ بال د نړيوال ايونټ برخې په جوړوېدو وياړ لري٬فټ بال ورلډ كپ كښې استعمالېدونكي آفيشل ميچ بالز”ټريونډا”پاكستان كښې جوړ كړے شوے كوم چې زمونږ د خلقو د مهارت٬هنرمندۍ او ښې كاريګرۍ عكاسي كوي۔وزيراعظم دعا وكړه چې دا ټورنامنټ به په ټوله نړۍ كښې د ملګرتيا٬اتحاد او لوبو د اعلٰی معيار ودې ذريعه وګرځي

مزید خبریں