اسلام آباد 11جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د هاؤسنګ وزارت ته د سټيټ بينك سره په ګډه د اپنا ګهر (خپل كور) سکيم درخواست فارم آسانولو سپارښتني سره وئيلي دي د دې سکيم کاميابۍ سره به د تعميرات څانګه كښې تندي راشي،دې څنګي سره تړلي صنعتونه به وده اومومي او د معاشي پرمختګ رفتار به زيات شي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د …
وزيراعظم هاؤسنګ وزارت ته د سټيټ بينك سره په ګډه د اپنا ګهر سکيم درخواست فارم د آسانولو سپارښتنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 11جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د هاؤسنګ وزارت ته د سټيټ بينك سره په ګډه د اپنا ګهر (خپل كور) سکيم درخواست فارم آسانولو سپارښتني سره وئيلي دي د دې سکيم کاميابۍ سره به د تعميرات څانګه كښې تندي راشي،دې څنګي سره تړلي صنعتونه به وده اومومي او د معاشي پرمختګ رفتار به زيات شي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پرائم منسټر اپنا ګھر سکيم په اړه د جاج اخستو غونډه وشوه،په غونډه كښې د اپنا ګھر سکيم تر اوسه په شوي پېشرفت ګډون كوونكي خبر كړے شول ۔وزيراعظم ووئيل اپنا ګھر سکيم كښې د ګڼ شمير وګړو برخه اخستل خوشبينه ده ،كه دې رفتار سره مخ په وړاندې لاړ شوو نو د زياتو خوښې لرونكو خواب به پوره شي،د دې سکيم کاميابۍ سره به د تعميرات څانګه كښې تندي راشي،دې څانګي سره تړون لرونكي صنعتونه به وده اومومي او د معاشي پرمختګ رفتار به تند شي۔ وزيراعظم د وګړو لپاره اپنا ګھر سکيم كښې دګدون عمل لا آسانولو،د هاؤسنګ وزارت ته د سټيټ بينك سره په ګډه د اپنا ګھر سکيم درخواست فارم آسانولو ، بينکونو ته د اپنا ګھر سکيم د درستو درخواستونو منظورۍ عمل تندولو، اپنا ګھر سکيم په اړه ټول هېواد كښې د خبرتيا كمپائن ګړندي كولو او د زمكو کاغذات ترلاسه كولو لپاره صوبو ته په ضلعي كچه د اپنا ګهر سکيم لپاره سهولت ډيسك جوړولو سپارښتنه وكړه۔ غونډي ته ووئيل شول پرائم منسټر اپنا ګھر سکيم په لړ كښې تر اوسه په مجموعي توګه 11 اربه روپۍ پور وركړے شوي،سږ كال مارچ كښې وزيراعظم اپنا ګھر سکيم قواعد و ضوابط د لا آسانولو نه پس د كور خوښي لرونكو كسانو د درخواستونو شميره زياته شوې ده ،د هېواد څخه 67900 كسانو درخواستونه جمع كړي چې پكښې 16587 منظور کړې شوي دغسې 3146 كسانو له پور وركړے شوے ۔ سټيټ بينك آف پاکستان بينکونه د اپنا ګھر سکيم درخواست فارمز په 15 ورځو كښې د پراسيس کولو پابند كړې دي ،پارليمان اوسنو كښې د کونډو لپاره او د فائنانشل انسټيټيوشن ريکوري قوانين منظور کړې چې ورسره به د هاؤسنګ په څانګه كښې قانوني خنډان لري شي او دې څانګي ته به وده ترلاسه شي،د اپنا ګھر سکيم پيشرفت نګرانۍ لپاره خصوصي ديجيټل پورټل لانچ کړے شوے۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، مياں رياض حسين پير زاده، شزا فاطمه خواجه، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د سټيټ بينك ګورنر ، پاکستاني بينکونو صدرانو /سي اي اوز ، صوبائي چيف سيکريټريز او اړوندو ادارو اعليٰ افسران ګډون وكړو۔











