په روان مالي كال  كښې د سرې خرڅ 11.4 فیصد زيات شو

  اسلام آباد۔11جون  (اے پي پي )د اقتصادی سروے رپورټ 26-2025  تر مخه د روان مالي كال  په مهال د سرې خرڅ  كښې 11.4 فیصد زياتوالے راغلے دے او د  جولائی 2025 نه تر مارچ 2026 د سرې د خرڅ حجم 3795 زره ټنه پورې زيات شو  ۔ رپورټ ترمخه د  نائټروجن او  فاسفورس سرې پرله پسې  خرڅ 3035 او  712 زره ټنه پاتي شو   او د  پوټاش خرڅ 48 …

 

اسلام آباد۔11جون  (اے پي پي )د اقتصادی سروے رپورټ 26-2025  تر مخه د روان مالي كال  په مهال د سرې خرڅ  كښې 11.4 فیصد زياتوالے راغلے دے او د  جولائی 2025 نه تر مارچ 2026 د سرې د خرڅ حجم 3795 زره ټنه پورې زيات شو  ۔ رپورټ ترمخه د  نائټروجن او  فاسفورس سرې پرله پسې  خرڅ 3035 او  712 زره ټنه پاتي شو   او د  پوټاش خرڅ 48 زره ټنه ریکارډ کړے شو ۔ د جاري مالي كال ابتدائي 9 مياشتو شمېرې تر مخه په  روان مالي كال كښې د نائټروجن او  پوټاش خرڅ 14.8 او  26.2 فیصد زيات ریکارډ كړے شوے دے  ٬ بل پلو د فاسفیټ سرې خرڅ  په بيعو كښې د بدلون له امله 1.9 فیصد کمے راغلے دے

مزید خبریں