اسلام آباد۔11جون (اے پی پی) د سول او عسکری مشرتابه كاميابې سفارتكارۍ له امله پاكستان په نړيواله منظرنامه كښې په څرګند ډول خپل ځائے جوړ كړے دے ٬ پاك امريكا اړيكې نوو بامونو ته رسېدلې دي ، نړۍ د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر د كاميابې ډپلومېسۍ اعتراف كوي۔ د امريكې فارن پالېسي ورځپاڼې له مخې يوازې دوه كاله وړاندې د امريكې او ايران ترمينځه امن خبرو اترو كښې …
د سول او عسكري قيادت د كاميابې سفارتكارۍ له امله پاكستان په نړيواله منظرنامه ځلېدلے دے: د امريكائي ورځپاڼې راپور
اسلام آباد۔11جون (اے پی پی) د سول او عسکری مشرتابه كاميابې سفارتكارۍ له امله پاكستان په نړيواله منظرنامه كښې په څرګند ډول خپل ځائے جوړ كړے دے ٬ پاك امريكا اړيكې نوو بامونو ته رسېدلې دي ، نړۍ د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر د كاميابې ډپلومېسۍ اعتراف كوي۔ د امريكې فارن پالېسي ورځپاڼې له مخې يوازې دوه كاله وړاندې د امريكې او ايران ترمينځه امن خبرو اترو كښې د پاكستان د كردار چا تصور هم نشو كولے ۔ آرمی چیف وچیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر په امريكا كښې د پاكستان وقار او سفارتي حېثيت مؤثر كړو۔ د امريكائي ورځپاڼې له مخې سید عاصم منیر خپل ځان د طاقت د مركز په توګه نړۍ ته وښودلو۔ ټرمپ هغه’’ تر ټولو خوښ فيلډ مارشل ‘‘ ګرځولے۔ پاكستاني مشرتابه پاك هند جنګ بندۍ كښې د پېشرفت كرېډټ ټرمپ ته وركولو سره د سياسي بصيرت څرګندونه كړې۔په ایران امریکا جنګ بندۍ كښې فيلډ مارشل عاصم منېر ټرمپ او نورو نړيوالو لارښودو سره په رابطو د مشتمل سفارتي كمپائن مشري وكړه۔ د پوهانو د رائے له مخې د فیلډ مارشل سید عاصم منیر فیصله سازی په ښكاره وژن او مضبوط جهت اډانه لري كومې چې ریاستی ترجیحات زيات مضبوط او مؤثر كړي دي









