لاهور۔11جون(اے پی پی) د پاکستان قامي هاكي ډله اېف آئی اېچ پرو هاکی لیګ كښې ګډون لپاره بېلجيئم ته ورسېدله چرته چې د لوبډلې تود هركلے وكړے شو۔ پاکستانی کمیونټی او د هاكۍ مينه والو د لوبغاړو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ قامي لوبډله به د اېف آئي اېچ پرو هاكي ليګ اروپائي پړاؤ كښې ګډون كوي ٬ د دې مقابلې به 13 جون څخه تر 28 جون …
پاكستان هاكي ډله اېف آئي اېچ پرو هاكي ليګ كښې ګډون لپاره بېلجيئم ته ورسېده
لاهور۔11جون(اے پی پی) د پاکستان قامي هاكي ډله اېف آئی اېچ پرو هاکی لیګ كښې ګډون لپاره بېلجيئم ته ورسېدله چرته چې د لوبډلې تود هركلے وكړے شو۔ پاکستانی کمیونټی او د هاكۍ مينه والو د لوبغاړو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ قامي لوبډله به د اېف آئي اېچ پرو هاكي ليګ اروپائي پړاؤ كښې ګډون كوي ٬ د دې مقابلې به 13 جون څخه تر 28 جون په بېلجيم او برطانيه كښې كېږي۔ ايونټ كښې د نړۍ تر ټولو غوره ډلې ګډون كوي۔ قامي سکواډ لیګ لپاره چمتوالے نيسي ۔ د پاكستان هاكي فېډرېشن له مخې پرو هاکی لیګ كښې ګډون قامي لوبډلې له د نړيوال معيار لوبډلو خلاف د لوبې كولو او د خپلې كاركردګۍ لا ښه كولو مهمه موقعه ده۔ لوبډله به د پاكستان نامه روښانه كولو په عزم سره د ښې لوبې هر ممكن كوشش كوي









