اسلام آباد 11 جون(اے پی پی)د وزيراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان د قازقستان سفير يرژان كستافين سره ملاقات كړے چې پكښې د باكستان او قازقستان ترمينځه صنعتي مرستې٬اقتصادي پرمختګ او دوه اړخيزه اړيكو او د شريك تجارت زياتولو په بيلو اړخونو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ملاقات په مهال دواړو ډلو صنعتي او اقتصادي روابط لا قوي كولو او مهمو څانګو كښې د مرستې …
د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره د قازقستان سفير ملاقات ٬ د دوه اړخيزه اقتصادي و صنعتي مرستې په ودې د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 11 جون(اے پی پی)د وزيراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان د قازقستان سفير يرژان كستافين سره ملاقات كړے چې پكښې د باكستان او قازقستان ترمينځه صنعتي مرستې٬اقتصادي پرمختګ او دوه اړخيزه اړيكو او د شريك تجارت زياتولو په بيلو اړخونو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ملاقات په مهال دواړو ډلو صنعتي او اقتصادي روابط لا قوي كولو او مهمو څانګو كښې د مرستې نوې موقعې لټولو ته اتفاق وكړو ۔ د قازقستان سفير د پاكستان فرنيچر صنعت٬اسپورټس ګډز سيكټر او د بحري انفراسټركچر٬په خاص توګه د بندر ګاهونو په اړه د خوښۍ څرګندونه وكړه ۔هارون اختر خان ووئېل د وزيراعظم محمد شهباز شريف وژن مينځني آسيائي رياستونو سره روابط او اقتصادي مرستې ته لا ودې وركول دي۔ده د پاكستان او قازقستان ترمينځه اقتصادي شراكتدارۍ ته پراختيا وركول او تجارتي اړيكې لا مستحكمولو په ضرورت زور راوړو ۔










