وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال سره د هیلتھ ریسرچ ایډوائزري بورډ  پلاوي  ملاقات،  د  روغتيا په اړه د  تحقیق   نظام  قوي كولو او د  نورو ګامونو جاج واغستلے شو

اسلام آباد۔11جون  (اے پي پي )د قامي صحت وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال سره د هیلتھ ریسرچ ایډوائزري بورډ  چیئرمین  په مشرۍ كښې يو پلاوي ملاقات وكړو چې پكښې جنرل سیکرټري او  فنانس سیکرټري هیلتھ ریسرچ ایډوائزري بورډ هم شامل وو ۔ ملاقات  کښې هېواد كښې د صحت په اړه د  تحقیق نظام  د قوي كولو، د ناروغيو د مؤثره نګرانۍ  زياتولو او  په قامي كچه د صحت ډیټا مؤثر …

اسلام آباد۔11جون  (اے پي پي )د قامي صحت وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال سره د هیلتھ ریسرچ ایډوائزري بورډ  چیئرمین  په مشرۍ كښې يو پلاوي ملاقات وكړو چې پكښې جنرل سیکرټري او  فنانس سیکرټري هیلتھ ریسرچ ایډوائزري بورډ هم شامل وو ۔ ملاقات  کښې هېواد كښې د صحت په اړه د  تحقیق نظام  د قوي كولو، د ناروغيو د مؤثره نګرانۍ  زياتولو او  په قامي كچه د صحت ډیټا مؤثر استعمال  په اړه  د اقدامات جاج واغستلے شو ۔ سید مصطفیٰ کمال ووئېل  حکومت په قامي كچه د صحت شمېرې په رايو ځائے كولو د شواهد  تر مخه  پالیسي سازي مضبوطوي ۔ ده ووئېل د ډیجیټل هیلتھ ډیټا  په مؤثره كارولو  اولس ته ښې طبي اسانۍ به وركول ممکن شي او د  صحت څانګه كښې سپېځلتيا او  مؤثر ګورننس زياتولو له به مرسته تر لاسه شي ۔ د روغتيا وزير امر وكړو چې د ناروغتيا د قامي رجسټري نظام نګرانۍ او په قامي كچه  د روغتيا ډیټا مؤثر استعمال لپاره  نیشنل سټیئرنګ کمیټي جوړه كړې شوې ۔ د روغتيا وزارت  وياند تر مخه  د قامي صحت  کمیټۍ د جوړولو رسمي نوټیفکیشن جاري کړے شوے   ۔ د نوټیفکیشن  ترمخه 15 كسيزه نیشنل سټیئرنګ کمیټۍ كښې  د صحت وفاقي او صوبائي  چارواكي، د روغتيا پوهان، محققین، د ترقیاتي شراکت دارو استازة، د ټولو صوبو ډائریکټر جنرلز هیلتھ، اسلام آباد، آزاد جموں و کشمیر اود  ګلګت بلتستان د صحت استازي  به هم شامل وي۔