اسلام آباد۔11جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د كال 2026 ډائمنډ جوبلی انټرنېشنل فټبال ټورنامنټ فائنل كښې افغانستان ته ماتې وركولو سره په چېمپئن جوړېدو پاكستان فټبال لوبډلې ، کوچز او انتظاميې له مباركي وركړې ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې دفټبال لوبډلې په نامه خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل په دې تاريخي كاميابۍ ټول قام وياړي ، د …
د وزیراعظم شهباز شریف د ډائمنډ جوبلی انټرنېشنل فټبال ټورنامنټ چېمپئن په جوړېدو پاكستان فټبال لوبډلې ، کوچز او انتظامیې له مباركي
اسلام آباد۔11جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د كال 2026 ډائمنډ جوبلی انټرنېشنل فټبال ټورنامنټ فائنل كښې افغانستان ته ماتې وركولو سره په چېمپئن جوړېدو پاكستان فټبال لوبډلې ، کوچز او انتظاميې له مباركي وركړې ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې دفټبال لوبډلې په نامه خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل په دې تاريخي كاميابۍ ټول قام وياړي ، د پاکستان فټبال لوبډلې غوره لوبه كولو سره په نړيواله كچه د هېواد نامه روښانه كړې ده۔ وزیراعظم ووئيل دا د پاكستان د تاريخ اولنۍ باضابطه او نړيوال فټبال ټورنامنټ ټائټل دے كوم چې قومي لوبو او ته وده وركولو او ځوانانو لوبغاړو لپاره د يو سنګ ميل حېثيت لري۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې قامي فټبال لوبډله به دې جذبې او خوارۍ سره په سباؤن كښې هم كاميابۍ ترلاسه كولو خپل ملي بېرغ هسك ساتي۔










