اسلام آباد 10 جون (اے پی پی)د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار رانا ثناﺀالله وئېلي دي كالعدم جوائنټ ايكشن كمېټۍ سره معاملات د خبرو اترو د لارې حل كولو هڅه شوې٬ د حالات خرابونكو به په سختۍ سره مخ نيوے كولې شي د شورو په ورځ د سينيټ غونډه كښې رانا ثناﺀالله ووئېل اپوزېشن مشر له خپلې ذمه وارۍ تر سره كول پكار دي٬هغه په خپلو خبرو كښې د …
كالعدم جوائنټ ايكشن كمېټۍ سره معاملات د خبرو اترو د لارې حل كولو له هڅه شوې٬ د حالات خرابونكو به به سختۍ سره مخ نيوے كولې شي ۔۔د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناﺀالله

مزید خبریں
اسلام آباد 10 جون (اے پی پی)د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار رانا ثناﺀالله وئېلي دي كالعدم جوائنټ ايكشن كمېټۍ سره معاملات د خبرو اترو د لارې حل كولو هڅه شوې٬ د حالات خرابونكو به په سختۍ سره مخ نيوے كولې شي د شورو په ورځ د سينيټ غونډه كښې رانا ثناﺀالله ووئېل اپوزېشن مشر له خپلې ذمه وارۍ تر سره كول پكار دي٬هغه په خپلو خبرو كښې د حقائق برعكس خبره كړی ده٬د ګلګټ بلتستان په ټاكنو كښې پيپلز پارټۍ 23 ٬ پاكستان مسلم ليګ (ن)22 او پي ټي آئي 14 حلقو كښې كانديدان اودرولې و و٬ټولو سياسي ګوندونو د انتخابي قوانين له مخې په ټاكنو كښې برخه اخستې٬سهار د 8 نه تر ماويګر 5 بجو د ووټرانو اوږده اوږده قطارونه ولاړ وو ٬اولس په زياته شمېره خپل ووټ كارولې٬كومه ناوړه پېښه نه ده رامخې ته شوې٬ ده ووئېل چا د چا په سر كومه ګيله نه ده راغلې٬ په پنځو حلقو كښې به د جون په 15مه نيټه ري پولنګ كيږي٬ټوله نړۍ دا سپيځلې ټاكنې مني۔ده ووئيل كالعدم جوائنټ ايكشن كمېټۍ دوه غوښتنې كړې دي٬مظفرآباد كښې پرلت وهلے شوے ٬ ګنې مظاهرې شوي٬ د 23 اربه روپو پېكج وركړے شوے ٬ 10 اربه روپۍ د بجلۍ پروژو لپاره وركړی شوي٬ دغسې بجلي په درې روپۍ يو يونټ وركړې كيږي٬ په غنمو هم سبسډي وركړې كيږي٬ ده ووئېل په 2 زره روپۍ من غنم وركړې كيږي٬ بيا هم هغوي 38 غوښتنې راوړي ٬وزيراعظم محمد شهباز شريف او صدر مملكت آصف علي زرداري په مشاورت سره كمېټي جوړه كړې شوې٬ د كمېټۍ د كالعدم ايكشن كمېټۍ سره دوه ورځې خبرې شوي٬ په 37 غوښتنو لوظ نامه شوې وه٬ د هغوي يوه غوښتنه دا وه چې د مهاجرو 12 چوكۍ ختمې كړی شي ٬ په دې معامله د 6 كسيزه كمېټۍ جوړولو لوظ نامه شوې او بيا هغوي ناڅاپي د جون په 9مه نيټه الټي ميټم وركړو٬هغوي په ټاكنو د اثر پرېباسلو هڅه كړې٬ ده ووئېل د اختر نه پس هم هغوي سره حكومتي كمېټۍ خبرې كړي او هغوي يې په دې غوښتنو د عملدرآمد په اړه خبر كړي٬مونږ د تشدد په ځاے په خبرو مسئلې حل كول غواړو خو هغوي ضد كوي ۔په دې اړه ايګزيكټو آرډر څخه پريكړه نه شي كېدې بلكې د آزاد كشمير قانون ساز اسمبلۍ پريكړه كولې شي۔د صدارتي ريفرنس د لارې دا معامله آزاد كشمير سپريم كورټ ته لېږلې او په دې سپريم كورټ ښكاره پريكړه كړې ده ٬ ده ووئېل هغوي په امنيتي ځواكونو ډزې كړي٬ د حالات خرابولو هڅه يې كړې۔ده ووئيل امنيتي ځواكونه د هېواد تحفظ لپاره خپلې ذمه وارۍ پوره كوي٬آزاد كشمير د پاكستان شه رګ دے٬پاكستانيانو د كشميريانو لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي او كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو لپاره په لاكهونو قربانۍ وركړې دي٬پاكستان به په هر ډول د كشمير تحفظ كوي۔ ده ووئېل د حالاتو خرابونكو به په سختۍ سره مخ نيوي كولې شي









