د كشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير امير مقام ګلګت ته ورسېد٬حكومت جوړولو لپاره مهم سياسي مشاورت پېل شو

  اسلام آباد 10 جون (اے پی پی)د كشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په يوه ورځنۍ دوره ګلګت بلتستان ته رسېدلے دے چرته به چې هغه د ګلګت بلتستان اسمبلۍ اوسنو ټول ټاكنو نه پس په سياسي چارو مهم مشاورت كوي۔د ذريعو له مخې وفاقي وزير به د خپلې دورې په مهال د پاكستان مسلم ليګ(ن)نوو ټاكلے شوو كانديدانو٬د ګوند عهديدارو او نورو سياسي شخصيات …

 

اسلام آباد 10 جون (اے پی پی)د كشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په يوه ورځنۍ دوره ګلګت بلتستان ته رسېدلے دے چرته به چې هغه د ګلګت بلتستان اسمبلۍ اوسنو ټول ټاكنو نه پس په سياسي چارو مهم مشاورت كوي۔د ذريعو له مخې وفاقي وزير به د خپلې دورې په مهال د پاكستان مسلم ليګ(ن)نوو ټاكلے شوو كانديدانو٬د ګوند عهديدارو او نورو سياسي شخصيات سره ملاقاتونه كوي۔ په ملاقاتونو كښې به د ټاكنو په نتيجو ٬ د آزاد كانديدانو په ممكنه ملاتړ٬د حكومت جوړولو په امكانات او په راتلونكې سياسي تګلاره  په تفصيلي توګه د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔د دورې په اختتام به وفاقي وزير امير مقام د ګوند لارښودو سره د مشاورتي غونډې مشري هم كوي چې پكښې به په ګلګت بلتستان كښې د حكومت سازۍ راتلونكې لائحه ته حتمي شكل وركولې شي

مزید خبریں