اسلام آباد 10 جون (اے پی پی)قامي اسمبلۍ ته وئېلي شوي دي كے اليكټرك سره چې د كومې لوظ نامې له مخې نجكاري شوی د هغې په درېو نكات عمل شوے دے٬ تر 2030 به كمپني 2 ارب ډالره سرمايه كاري كوي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د آغا رفيع الله د پوښتنې په ځواب كښې د بجلۍ پارليماني سېكرټري عامر طلال ګوپانګ …
كے اليكټرك سره د نجكارۍ لوظ نامې په دريو نكات عمل شوے ٬ تر 2030 به كمپني 2 ارب ډالره سرمايه كاري وكړي۔عامر طلال ګوپانګ

مزید خبریں
اسلام آباد 10 جون (اے پی پی)قامي اسمبلۍ ته وئېلي شوي دي كے اليكټرك سره چې د كومې لوظ نامې له مخې نجكاري شوی د هغې په درېو نكات عمل شوے دے٬ تر 2030 به كمپني 2 ارب ډالره سرمايه كاري كوي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د آغا رفيع الله د پوښتنې په ځواب كښې د بجلۍ پارليماني سېكرټري عامر طلال ګوپانګ ووئېل كے اليكټرك د نجكارۍ لوظ نامې له مخې 2 ميګاواټ بجلي قامي ګرډ څخه وركوي او د 2 ارب ډالرو به تر كال 2030 سرمايه كاري وكړي٬ ده ووئېل قامي ګرډ څخه د 2 زره ميګاواټ بجلي وركولو مقصد دا دے دغسې چې ارزانه بجلي صارفين ته وركړې شي۔د نعيمه كشور خان د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دا صورتحال به كتلے شي۔ د حفيظ الدين پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د كے اليكټرك په كال 2005 كښې لوظ نامه شوې٬د 1000 ميګاواټ اضافي بجلي پېداوار لوظ نامه وه۔د لوظ نامې ټول شقونه تر سره كرې شوي دي










