اسلام آباد۔10جون (اے پي پي )د خزانې وزير وزیر سینیټر محمد اورنګزیب وئېلي دي حکومت په موجودہ بحرانة صورتحال کښې په اولس د لږ نه لږ اثرات پرېوتلو لپاره موثر ګامونه اغستي دي ، د سختې معاشي وضعې باوجود موټر سائیکل، ټرانسپورټ ، ګډز او زرعي څانګې ته د پټرول په بيعو ټارګټډ سبسډي وركړې شوې ۔د شورو په ورځ د سینیټر محسن عزیز د اړخه د پټرولیم مصنوعات …
حکومت د موجودہ بحراني صورتحال په اولس د لږ نه لږ اثرات پرېوتلو لپاره موثر ګامونه اغستي ، د خزانې وزير سینیټر محمد اورنګزیب

مزید خبریں
اسلام آباد۔10جون (اے پي پي )د خزانې وزير وزیر سینیټر محمد اورنګزیب وئېلي دي حکومت په موجودہ بحرانة صورتحال کښې په اولس د لږ نه لږ اثرات پرېوتلو لپاره موثر ګامونه اغستي دي ، د سختې معاشي وضعې باوجود موټر سائیکل، ټرانسپورټ ، ګډز او زرعي څانګې ته د پټرول په بيعو ټارګټډ سبسډي وركړې شوې ۔د شورو په ورځ د سینیټر محسن عزیز د اړخه د پټرولیم مصنوعات په بيعو كښې د اوسني زياتوالي او دې څخه په صنعتي پیداواري مصرف او قامي معیشت اثرات پلو د پام راګرځونې نوټس په اړه د خزانې وزير ووئېل وزیراعظم محمد شهباز شریف او آرمي چیف و چیف آف ډیفنس فورسز سیّد عاصم منیر په ګرده نړۍ كښې امن لپاره هڅې كوي ، د مينځني ختيز شخړه درې مياشتې وړاندې پېل شوې۔ ده ووئېل حکومت د دې بحران په اولس د لږ نه لږ اثرات پرېوتلو لپاره ګامونه اغستي دي ، په وړومبو دريو اوونيو كښې د 129 ارب روپو سبسډي وركړې شوې، ټولو ته په سبسډي وركولو ټكونه شوي ، د معاشي مسائلو باوجود مونږ سبسډي وركړه ،د دغې نه پس د ټارګټډ سبسډي وركولو عمل پېل كړے شو دغسې چې غريب ته سهولت ترلاسه شي ۔ ده ووئېل ټرانسپورټ، موټرسائیکل لرونكو ، کرونده ګرو او ګډز ته سهولت وركړے شو ، په پټرول 100 روپۍ لیټر سبسډي وركړې شوه ۔ده ووئېل وفاقي حکومت او ټولو صوبو د سبسډي وركوكو په معامله كښې په زړه پورې برخه اغستې ، د صوبو ذمه واري وه چې په سبسډي كښې سپېځلتيا اوساتي او د ټرانسپورټ کرايه زياته نه شي ٬ ده ووئېل د موټرسائیکل لپاره 15.4 ارب روپۍ په پټرول سبسډي وركړې شوه ، دغسې د زرعي څانګې پشمول نورو څانګو كښې هم سبسډي وركړې شوه ، ده ووئېل كه دا شخړه زر ختمه هم شي نو د دې اثرات به بيا هم برقرار وي ۔۔









