اسلام آباد 10 جون (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ايازص ادق مظفرآباد آزاد كشمير كښې د پاك پوځ چورلكې ته په ورمخې ته شوې پېښه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د شورو په ورځ د غمرازۍ په بيان كښې ده د چورلكې پیښې په نتيجه كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونې سره شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔سپيكر ووئيل د …
د قامي اسمبلۍ سپيكر مظفرآباد كښې د پاك پوځ چورلكې په پېښه د افسوس څرګندونه وكړه
اسلام آباد 10 جون (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ايازص ادق مظفرآباد آزاد كشمير كښې د پاك پوځ چورلكې ته په ورمخې ته شوې پېښه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د شورو په ورځ د غمرازۍ په بيان كښې ده د چورلكې پیښې په نتيجه كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونې سره شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔سپيكر ووئيل د پوځ ځوانان د خپلې پيشه وره وظيفې ترسره كولو په مهال شهيدان شوي ٬ټول قام په دې پیښه غم جن دے۔سردار اياز صادق د شهيدانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونې كولو سره ووئېل ټول قام د هغوي په غم دړد كښې برابر شريك دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق دعا وكړه چې لويې څښتن دې شهيدانو له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي








