اسلام آباد۔10جون (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف معاشي بهترۍ، د روزګار موقعې رامخې ته كول ، برآمدات او پیداواري صلاحیت زياتول شريكه ذمه واري ګرځولو سره وئيلي دي نن په مېكرو كچه معيشت مستحكم دے ، وفاق په هره يوه معامله صوبو سره جدي مشاورت كړے دے٬ د كاري ډلې په توګه مو د پاكستان په زړه پورې ګټې له قومي پرېكړې كړې دي ، زيات نه زيات …
معاشي بهتري ٬ د روزګار موقعې رامخې ته كول ٬ برآمدات او پېداواري صلاحيت زياتول شريكه ذمه واري ده٬ زيات نه زيات وسائل پېدا كول او دفاع لپاره وسائل برابرول زمونږ وړومبۍ پام لرنه ده: د وزيراعظم شهباز شريفد قومي اقتصادي كونسل غونډې ته خطاب
اسلام آباد۔10جون (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف معاشي بهترۍ، د روزګار موقعې رامخې ته كول ، برآمدات او پیداواري صلاحیت زياتول شريكه ذمه واري ګرځولو سره وئيلي دي نن په مېكرو كچه معيشت مستحكم دے ، وفاق په هره يوه معامله صوبو سره جدي مشاورت كړے دے٬ د كاري ډلې په توګه مو د پاكستان په زړه پورې ګټې له قومي پرېكړې كړې دي ، زيات نه زيات وسائل پېدا كول او دفاع لپاره وسائل برابرول زمونږ وړومبۍ پام لرنه ده٬ د تېلو د بيعو په مد كښې مو اولس ته د 128 اربه روپو ريليف وركړو او په اتحاد به هېواد څخه د ترهګرۍ نوغې اوباسو۔ وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د قومي اقتصادي كونسل (اېن ای سی) غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم په غونډه كښې د سندھ ، خېبر پښتونخوا او بلوچستان اعلی وزيرانو ته هركلے اووې۔ ده ووئيل د پنجاب وزيراعلی مريم نواز د ناروغتيا له امله غونډه كښې ګډون ونكړے شو پروردګار دې ورله ښه صحت وركړي۔ وزیراعظم ووئيل د ستونزو باوجود مو هڅه كړې چې د آئی اېم اېف په پروګرام عمل وكړو٬ د اوسني بحران له امله د تېلو بيعې آسمان ته رسېدلې وې٬ دا يو لويې چېلنج ؤ٬ د وفاق او صوبو ترمينځه د هم آهنګۍ نه پرته په دې صورتحال قابو موندلے كېدے نه شو۔ په دې لړ كښې په ملاتړ كولو زه د اعلی وزيرانو د زړه له كومي مننه كوم۔ وزيراعظم ووئيل د بجټ په اړه له څو اوونيو راهېسې صوبو سره مشاورت روان ؤ٬ صوبو سره د نورو وسائلو پېدا كولو په اړه مشاورت وشو ٬ زيات نه زيات وسائل پېدا كول او دفاع لپاره وسائل برابرول زمونږ وړومبۍ پام لرنه ده ٬ ترهګري ختمولو له ټول قام قربانۍ وركوي٬ په خاص توګه د خېبر پښتونخوا او بلوچستان اولس ٬ مېندې ٬ خوېندې ځوانان زامن ٬ د قانون نافذ كوونكو ادارو افسران او اهلكار او زمونږ د وسله والو ځواكونو ځوانان او افسران شپه او ور قربانۍ وركوي۔ په ګده به هېواد څخه د ترهګرۍ نوغې اوباسو۔ وزیراعظم په مشاورتي عمل كښی په ګډون كولو د صدر مملکت آصف علی زرداري ، د مسلم لیګ ن مشر نواز شریف ، د وزیراعلیٰ پنجاب مریم نواز شریف، د پاکستان پیپلز پاړټي چیئرمین بلاول بھټو زرداري ، د وزیراعلیٰ سندھ سید مراد علی شاہ، د خېبر پښتونخوا وزيراعلې سهیل آفریدی او د وزیراعلیٰ بلوچستان سرفراز بګټي مننه وكړه۔









