خاص مرستيال رانا ثناء اللہ سره  د امریکې سفارتخانې  د سیاسي چارو صلاحكار  ملاقات، د شرېكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد۔10جون  (اے پي پي) د وزیراعظم د سیاسي چارو خاص مرستيال رانا ثناء اللہ  سره د  امریکې  سفارتخانې د سیاسي چارو صلاحكار ټیري اسټیئرز ګونزالیز  ملاقات وكړو  چې پكښې  په  پاک امریکا دوه اړخيزه اړيكو  ، سيمه ايز صورتحال او د شرېكې خوښې په چارو  خبرې وشوې ۔ د امریکی استازي منطقه كښې  د امن و استحکام لپاره د  پاکستان د مثبت کردار ستائنه وكړه۔  هغه ووئېل د …

 

اسلام آباد۔10جون  (اے پي پي) د وزیراعظم د سیاسي چارو خاص مرستيال رانا ثناء اللہ  سره د  امریکې  سفارتخانې د سیاسي چارو صلاحكار ټیري اسټیئرز ګونزالیز  ملاقات وكړو  چې پكښې  په  پاک امریکا دوه اړخيزه اړيكو  ، سيمه ايز صورتحال او د شرېكې خوښې په چارو  خبرې وشوې ۔ د امریکی استازي منطقه كښې  د امن و استحکام لپاره د  پاکستان د مثبت کردار ستائنه وكړه۔  هغه ووئېل د ایران او امریکې تر مينځه  د خبرو اترو ودې  لپاره د  پاکستان سفارتي هڅې  د پېرزوئنو وړ دي ۔د هغه وېنا وه  د سيمه ايز امن لپاره د  پاکستان کردار مهم او د قدر وړ دے۔  په دې مهال  رانا ثناء اللہ ووئېل پاکستان عمر له د  مسائلو حل لپاره خبرې اترې او  سفارت کاري وړومبۍ ګڼلي  ، د پاک امریکا اړيكو  استحکام سره به منطقه كښې امن او  خوشحالي وده ومومي۔  د وزیراعظم  د سیاسي چارو خاص مرستيال د  پاکستان او امریکې تر مينځه د اعلیٰ كچې روابط زياتولو په اهمیت زور راوړلو سره ووئېل  پاکستان منطقه كښې امن و استحکام لپاره  به خپل مثبت کردار دوامداره ساتي ۔ د ده وېنا وه  د دواړو هېوادونو تر مينځه  مضبوطه شراکت داري په منطقه كښې د روښانه او امناكه سباون ضامن ده ۔