د قامي اسمبلۍ سپيكر په مري ايكسپرېس وے د سېلګرو ګاډې ته په ورمخې ته شوې پېښه د غمرازۍ څرګندونه وكړه

  اسلام آباد 10 جون (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مري ايكسپرېس وے د سېلګرو ګاډې ته په ورمخې ته شوې د اور پیښه كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د شورو په ورځ د غمرازۍ په پېغام كښې ده د ځپليو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه ٬ ده ووئېل په مري ايكسپرېس وے …

 

اسلام آباد 10 جون (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مري ايكسپرېس وے د سېلګرو ګاډې ته په ورمخې ته شوې د اور پیښه كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د شورو په ورځ د غمرازۍ په پېغام كښې ده د ځپليو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه ٬ ده ووئېل په مري ايكسپرېس وے رامخې ته  پېښه ډېره افسوس ناكه ده٬په پېښه كښې په حق رسېدلو كسانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په پېښه كښې  د ژوبل شوو كسانو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په حق رسېدلو كسانو بخښنې او  د غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه ۔دغسې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق اړوند چارواكو ته ژوبل شوو كسانو ته د ښو طبي آسانيو وركولو هدايت هم وكړو۔

مزید خبریں