اسلام آباد۔10جون (اے پي پي) په مئی 2026ء کښې بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیانو د ترسیلاتِ زر په مد كښې 4.3 ارب ډالره وطن ته راولېږل ، كوم چې د هېواد معیشت لپاره يو مهم پیش رفت دے ۔ د سټیټ بینک شمېرو مطابق تر مئي 2026ء ترسیلاتِ زر هر مياشت 20.2 فیصد او په كلنه بنيادونو 15.4 فیصد زيات ریکارډ كړے شوي۔ د مالي كال 2025-26ء په يوولسو …
په مئي 2026ء كښې د ترسیلاتِ زر نوے ریکارډ، 4.3 ارب ډالره تر لاسه شول

مزید خبریں
اسلام آباد۔10جون (اے پي پي) په مئی 2026ء کښې بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیانو د ترسیلاتِ زر په مد كښې 4.3 ارب ډالره وطن ته راولېږل ، كوم چې د هېواد معیشت لپاره يو مهم پیش رفت دے ۔ د سټیټ بینک شمېرو مطابق تر مئي 2026ء ترسیلاتِ زر هر مياشت 20.2 فیصد او په كلنه بنيادونو 15.4 فیصد زيات ریکارډ كړے شوي۔ د مالي كال 2025-26ء په يوولسو مياشتو (جولائي نه تر مئي )د کارکنانو ترسیلاتِ زر 9.2 فیصد زياتوالي سره 38.1 ارب ډالر ته ورسېدل، دغسې تېر كال په دومره موده كښې 34.9 ارب ډالر تر لاسه شوي وو ۔مئي 2026ء كښې د ترسیلاتِ زر تر ټولو لويه برخه د سعودي عرب نه 1.025 ارب ډالر تر لاسه شول ، دغسې د متحدہ عرب امارات نه 1.007 ارب ډالر، د برطانیي نه 645.5 ملین ډالر او د امریکې نه 349.8 ملین ډالر ترسیلات ریکارډ كړې شول ۔د پوهانو تر مخه ترسیلاتِ زر كښې پرله یسې زياتوالے د زرمبادله پانګو ، د بهرنو کھاتو استحکام او د مجموعي معاشي هلو ځلو په وده كښې مهم کردار ادا کوي ، دغسې د سمندر پورې پاکستانیوں باور د هېواد معیشت لپاره د ډاډ وړدے ۔








