اسلام آباد۔10جون (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د نوموړي خبريال ، دانشور او مصنف الطاف حسن قرېشی په نامې سره په كوم لوي پوهنتون كښې د’’الطاف حسن قرېشی چیئر‘ جوړولو تجويز هائر ايجوكېشن ته وركولې شي۔ په نېشنل پرېس کلب اسلام آباد كښې د ارواښاد الطاف حسن قرېشی په ياد كښې تعزيتي دستورې ته خطاب كښې احسن اقبال ووئيل الطاف …
اېچ اي سي ته به د الطاف حسن قرېشي چيئر جوړولو تجويز وركولې شي: احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد۔10جون (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د نوموړي خبريال ، دانشور او مصنف الطاف حسن قرېشی په نامې سره په كوم لوي پوهنتون كښې د’’الطاف حسن قرېشی چیئر‘ جوړولو تجويز هائر ايجوكېشن ته وركولې شي۔ په نېشنل پرېس کلب اسلام آباد كښې د ارواښاد الطاف حسن قرېشی په ياد كښې تعزيتي دستورې ته خطاب كښې احسن اقبال ووئيل الطاف حسن قرېشی يو فرد نه بلكې يو پوهنتون ؤ ٬ د هغه اصولي صحافت ٬ فكري بصيرت او قومي خذمات به تل ياد ساتلې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د الطاف حسن قرېشی رېښتونے ، متوازن او اصول پسند صحافت ځوانانو خبريالانو لپاره د لارې مشال دے۔ وفاقی وزیر ووئيل د الطاف حسن قرېشي خذمات كوم متبادل نه لري او د هغه علمي او صحافتي ورثې خوندي ساتلو له ضروري ده چې د هغه په نامه يو مستقل اداره جاتي پلېټ فارم جوړ كړے شي۔ ده اعلان وكړو چې مونږ به هائر اېجوكېشن ته خواست كوو چې په كوم لوي پوهنتون كښې “الطاف حسن قرېشی چیئر” جوړ كړے شي دغسې چې د هغه فكر ٬ تحقيق او كلتوري خذمات څخه راتلونكي نسلونه استفاده وكړې شي











