فيلډ مارشل عاصم منير سره د بحرين نېشنل ګارډ كمانډر شيخ محمد بن عيسٰی ملاقات٬ د شريكې خوښې په چارو او دفاعي او امنيتي مرستې ته لا ودې وركولو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه

  پېنډي 09 جون (اے پی پی)د پاك پوځ سرلښكر او فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف او پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره د بحرين نېشنل ګارډ كمانډر شيخ محمد بن عيسٰی بن سلمان آل خليفه جلا جلا ملاقاتونه كړي٬په دې مهال د شريكې خوښې په چارو٬د منطقې په امنيتي صورتحال او دفاعي او امنيتي مرستې ته لا …

 

پېنډي 09 جون (اے پی پی)د پاك پوځ سرلښكر او فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف او پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره د بحرين نېشنل ګارډ كمانډر شيخ محمد بن عيسٰی بن سلمان آل خليفه جلا جلا ملاقاتونه كړي٬په دې مهال د شريكې خوښې په چارو٬د منطقې په امنيتي صورتحال او دفاعي او امنيتي مرستې ته لا ودې وركولو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د نهې په ورځ د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاك پوځ سرلښكر و فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د بحرين نېشنل ګرډ كمانډر شيخ محمد بن عيسٰی بن سلمان آل خليفه جنرل هيډكوارټرز(جي ايچ كيو) پېنډۍ كښې ملاقات كړې۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬د منطقې امنيتي صورتحال او دفاعي و امنيتي مرستې ته لا ودې وركولو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه كړې۔دواړو مشرانو د پاكستان او بحرين ترمينځه پخوانۍ ورورولۍ په اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره په عسكري كچه مرسته لا قوي كولو په اهميت زور راوړې۔د دې څخه وړاندې د بحرين نېشنل ګارډ كمانډر د پاك بحريه مشر ايډمرل نوايد اشرف او پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره هم جلا جلا ملاقاتونه كړي۔د بحرين نېشنل ګارډ كمانډر او پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف ترمينځه نيول هيډكوارټرز كښې شوي ملاقات كښې دوه اړخيزه دفاعي مرستې او سيمه ايز امنيتي صورتحال په اړه خبرې اترې شوې دي۔د بحرين كمانډر په منطقه كښې شريك بحري سلامتيا په وده كښې د پاك بحريه تعميري كردار ستائېلو سره دا سيمه ايز بحري سلامتيا استحكام كښې مهم كردار ادا كونكې اداره ګرځولې ده۔د بحرين نېشنل ګارډ كمانډر او پاك فضايه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو ترمينځه ايئر هيډكوارټرز كښې د ملاقات په مهال چيف آف ايئر سټاف پاك فضائيه جديد كارۍ په هڅو رڼا اچولې چې پكښې صلاحيتونو كښې اضافه٬بنيادي ډهانچې پرمختګ٬ځايې كچه تيارۍ(انډيجينائزېشن)او جديد تربيتي اصلاحات شامل دي۔په ملاقات كښې رامخې ته شوې دفاعي ټېكنالوجيز پشان ډرون٬مصنوعي ذهانت٬(اے آئي)٬ خودكار نظام٬جديد سينسرز او ډيجيټل جدت نه علاوه فضائي دفاع ته رامخې ته شوې نوې چېلنجونو او مربوط دفاعي نظامونو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه كړې۔د بحرين كمانډر د پاكستان وسله والو ځواكونو پيشه ورانه مهارت٬آپريشنل تيارۍ او په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د هغوي خذمات ستائېلې۔ده د پاكستان وسله والو ځواكونو جديد كارۍ او ځايې دافعي صلاحيتونو هم ستائنه كړی او تربيت٬جديد ټېكنالوجيز او كار استعداد زياتولو په څانګو كښې لا مرسته كښې د خوښۍ څرګندونه كړی۔دا دوره د پاكستان او بحرين ترمينځه قوي او اوږدې مودې دفاعي شراكتدارۍ عكاسي كوي او هيله ده چې د دې څخه به د دواړو وروڼو هېوادونو شريك ګټه كښې دفاعي مرستې ته لا وده ترلاسه شي

مزید خبریں