اسلام آباد 09 جون (اے پی پی) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د صوماليه خارجه وزير عبدالسلام علي سره ټېليفوني تماس نيولې چې پكښې په ايم ټي آنر 25 پاكستانيانو راخوشې كولو لپاره د روانو هڅو د خيالاتو څرګندونه كړې۔پاكستان اپريل 2026 كښې د صوماليه ساحل سره نزدې د بيړۍ تښتولو نه پس د صوماليې چارواكو سره پرله پسې په رابطه كښې يو۔د نهې په …
نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د صوماليه خارجه وزير عبدالسلام علي سره ټېليفوني تماس ٬ په اېم ټي آنر 25 پاكستانيانو راخوشې كولو لپاره په روانو هڅو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 09 جون (اے پی پی) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د صوماليه خارجه وزير عبدالسلام علي سره ټېليفوني تماس نيولې چې پكښې په ايم ټي آنر 25 پاكستانيانو راخوشې كولو لپاره د روانو هڅو د خيالاتو څرګندونه كړې۔پاكستان اپريل 2026 كښې د صوماليه ساحل سره نزدې د بيړۍ تښتولو نه پس د صوماليې چارواكو سره پرله پسې په رابطه كښې يو۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير په صورتحال د پاكستان تشويش څرګندوني سره د نيولي شويو كسانو تپوس پوښتنه ٬د هغوي زر راخوشې كولو او هېواد ته محفوظ راستنولو په اهميت زور راوړو۔د صوماليه خارجه وزير عبدالسلام علي باور وركړو چې زمونږ حكومت د نيولې شوو كسانو زر تر زره راخوشې كولو لپاره مخلصانه او پرله پسې هڅې روانې ساتلې دي۔دواړو لارښودو د دې معاملې تر حل نزدې رابطه او شريكې مرستې په ځاې ساتلو اتفاق كړې۔دواړو خارجه وزيرانو دم پاكستان او صوماليه ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه هم كړې۔د صوماريه خارجه وزير په منطقه كښې د پاكستان تعميري ثالثۍ او سفارتۍ هڅې ستائېلې دي۔(








