وزیراعظم زرعی اصلاحات  سره اړونده حکومتی ایجنډا مخ په وړاندې بوتللو لپاره په پوهانو او سټيك هولډرز د مشتملې کمېټۍ جوړولو سپارښتنه وكړه، د معېشت بحالۍ كښې زرعی څانګه د انقلابی بدلون په زړه پورې صلاحيت لري: شهباز شریف

  اسلام آباد 09 جون(اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف معیشت بحالولو كښې د زرعی څانګي اهميت رامخې ته كولو سره زرعی اصلاحات سره حکومتی ایجنډا مخ په وړاندې بوتللو لپاره په پوهانو او اړوندو سټيك هولډرز د مشتملې کمېټۍ جوړولو سپارښتنه وكړه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم شهباز شریف سره د زرعی څانګي سټيك هولډرز پلاوي د نهي په ورځ وليدل۔پلاوي …

 

اسلام آباد 09 جون(اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف معیشت بحالولو كښې د زرعی څانګي اهميت رامخې ته كولو سره زرعی اصلاحات سره حکومتی ایجنډا مخ په وړاندې بوتللو لپاره په پوهانو او اړوندو سټيك هولډرز د مشتملې کمېټۍ جوړولو سپارښتنه وكړه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم شهباز شریف سره د زرعی څانګي سټيك هولډرز پلاوي د نهي په ورځ وليدل۔پلاوي كښې د كروندګرو تنظیمونو، ډیری و لائیو سټاك ، ویلیو ایډډ سیکټر، تخمونو جوړونكو کمپنیو او قامي او ملټي نېشنل ادارو نمائندګان شامل وو۔مالی كال 2026-2027 وفاقی بجټ څخه وړاندې د دې ملاقات مقصد بجټ لپاره په اړه د زرعی څانګي سټيك هولډرز سره مشاورت كول وو۔ د بیان له مخې ګډون كونكو په موجودہ سيمه ايز صورتحال كښې امن لپاره د وزیراعظم په مشرۍ كښې هڅي وستائيلي۔ وزیراعظم پلاوي سره خبرو كښې ووئيل د پاکستان معیشت بحالولو كښې زرعی څانګه د انقلابی بدلون راوستلو په زړه پوري صلاحيت لري۔ وزیراعظم د ګډون كونكو د اړخه ډېري او لائیو سټاك ودي لپاره د وړاندې شوو تجاویزو هركلے وكړو۔ ده ووئيل حکومت به د زرعی څانګي كوټلي پرمختګ، غذائی تحفظ او قامی معیشت استحکام لپاره اړوندو ډلو سره د مشاورت او مرستې لړۍ روانه ساتي۔ پلاوي د پاکستان زرعی څانګي پرمختګ لپاره حکومتی اقدامات وستائيل او د حکومت په معاشی و پرمختيائي پالیسيو ئې د باور څركندونه وكړه۔ پلاوي كښې ارشد اقبال ، ذیشان بیګ، محمود نواز شاہ ، عماد ملك، رانا نسیم ، احسن مصطفیٰ باجوہ، جهانګیر ترین ، فهد پټیل، شهزاد امین ، خضر عالم خان، آمنه آصف باجوہ، ظهور حسین ، عثمان ظهیر، احمد قادر، آفاق ټوانه ، شوکت رسول او خالد کھوکھر شامل وو۔ ملاقات كښې وفاقی وزیران رانا تنویر حسین ، بندی احسن اقبال ، مصدق ملك، عطاء اللہ تارړ ، سردار اویس لغاری، خالد مګسی، علی پرویز ملك ، محمد معین وټو ، وزیر مملکت بلال اظهر کیانی، خاص مرستيال هارون اختر او اړوند اعلیٰ سرکاری افسران هم موجود وو۔

مزید خبریں