اسلام آباد۔9جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په پرمختګ كوونكې نړۍ كښې صحت عامه ښه كولو كښې د ګلوبل فنډ په زړه پورې مرسته ستائلو سره وئيلي دي پاکستان ګلوبل فنډ فنډ سره خپلې همكارۍ ته د قدر په سترګه ګوري۔ وزيراعظم ددې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د ګلوبل فنډ پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ د پلاوي مشري د ګلوبل فنډ ګرانټ مېنجمنټ ډویژن مارک اېډینګټن كوله۔ …
پاكستان ګلوبل فنډ سره خپلې همكارۍ ته د قدر په سترګه ګوري ، د وزیراعظم شهباز شریف د ګلوبل فنډ پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔9جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په پرمختګ كوونكې نړۍ كښې صحت عامه ښه كولو كښې د ګلوبل فنډ په زړه پورې مرسته ستائلو سره وئيلي دي پاکستان ګلوبل فنډ فنډ سره خپلې همكارۍ ته د قدر په سترګه ګوري۔ وزيراعظم ددې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د ګلوبل فنډ پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ د پلاوي مشري د ګلوبل فنډ ګرانټ مېنجمنټ ډویژن مارک اېډینګټن كوله۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل پاکستان ګلوبل فنډ سره خپلې همكارۍ ته د قدر په سترګه ګوري او په پرمختګ كوونكې نړۍ كښې صحت عامه ښه كولو كښې د ګلوبل فنډ د غوره كردار ستائنه كوو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې د هېلتھ کېئر نظام بهترۍ كښی ګلوبل فنډ د پاكستان مهم همكار دے٬ حکومت هېواد څخه د ټي بی، اېچ آئی وی او ملیریا ختمولو عزم لري او په دې لړ كښې كوټلې هڅې روانې دي۔ وزیراعظم د اېچ آئی وی وائرس مخنيوي حوالې سره د پاكستان حكومت او ګلوبل فنډ جوائنټ ورکنګ ګروپ جوړولو هدايت وكړو۔ پلاوي په كوربتوب او مېلمه پالنه د پاكستاني حكومت مننه وكړه۔ پلاوي تپ دق، اېچ آئی وی او ملیریا ختمولو له د حكومتي اقداماتو ستائنه وكړه او د رنځونو ختمولو له يۍ پاكستان سره د خپلې همكارۍ پخلې وكړو۔









