ملګري ملتونه 09 جون(اے پي پي) پاکستان د افغانستان په ضد بريدونو او په لويه توګه د وګړو د مرګونو په اړه د هند او افغانستان تورونه رد كولو سره وئيلي دي چې ټولي کارروائي يواځې د ترهه ګرو او د هغوي د عسکري معاونت مرکزونو په ضد شوي۔ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل مندوب عاصم افتخار احمد د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل كښې د افغانستان صورتحال په اړه …
پاکستان د وګړو د مرګونو په اړه د هند او افغانستان تورونه رد كړل،د هند د ترهه ګرۍ ډھانچه د پاکستان د مېړنو وسله والو ځواكونو د لاسه ختمېږي: عاصم افتخار احمد
ملګري ملتونه 09 جون(اے پي پي) پاکستان د افغانستان په ضد بريدونو او په لويه توګه د وګړو د مرګونو په اړه د هند او افغانستان تورونه رد كولو سره وئيلي دي چې ټولي کارروائي يواځې د ترهه ګرو او د هغوي د عسکري معاونت مرکزونو په ضد شوي۔ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل مندوب عاصم افتخار احمد د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل كښې د افغانستان صورتحال په اړه غونډه كښې د ځواب وركولو حق كارولو سره ووئيل پاکستان يواځې د ترهه ګرو او د هغوي د عسكري معاونت مركزونو په ضد کارروايۍ كړي دي۔ ده په ډاګه كړه چې په مارچ كښې شوې کارروائيو كښې د ډرون ذخائر، تکنيکي معاونت مرکزونه او د وسلې ګودامونه په نښه كړې شوي۔ ده ووئيل دغه بريدونه په ښه او پېشه ور ډول شوي او كوم هم روغتون، د منشيات بحالۍ مرکز يا شهري تنصيب نه دې په نښه شوې۔ په غونډه كښې د هند نمائندګي پرونتھانيني هريش كوله دغسې د افغانستان د اړخه د پخواني حکومت مقرر کړې شوي استازي نصير احمد فائق هم خطاب وكړو











