د فتنه الخوارج او كالعدم عوامي اېكشن کمېټۍ ترمنځ اړیکې افشا شوې دي

  اسلام آباد۔9جون  (اے پی پی)د هند د فتنه الخوارج او كالعدم عوامي اېكشن کمېټۍ ترمنځ اړیکې افشا شوې دي، چې له امله یې ځینې حیرانونکې انكشافات رامخې ته شوي دي۔ د تفصيلات له مخې افغانستان كښې د فتنة الخوارج او د هندي خفيه ايجنسۍ "را" د فعال خارجي شهزاد كالعدم اېكشن كمېټۍ سره اړيكې ښكاره شوي دي۔ د خارجي شهزاد وېډيو او آډيو رامخې ته شوې ده په كومه …

 

اسلام آباد۔9جون  (اے پی پی)د هند د فتنه الخوارج او كالعدم عوامي اېكشن کمېټۍ ترمنځ اړیکې افشا شوې دي، چې له امله یې ځینې حیرانونکې انكشافات رامخې ته شوي دي۔ د تفصيلات له مخې افغانستان كښې د فتنة الخوارج او د هندي خفيه ايجنسۍ “را” د فعال خارجي شهزاد كالعدم اېكشن كمېټۍ سره اړيكې ښكاره شوي دي۔ د خارجي شهزاد وېډيو او آډيو رامخې ته شوې ده په كومه كښې چې هغه افغانستان څخه هندي ليكلې شوې بيانيه لوستلو سره كالعدم جوائنټ اولسي كمېټۍ ته هدايات وركوي۔ هغه ووئيل كالعدم جوائنټ عوامي اېكشن كمېټي احتجاج كولو سره آزادي غواړي او دا د هغوي حق دے٬ د پاكستاني رياست حوالې سره راروان پېشرفت او ددې اثرات به ډېر زر ټولو ته څرګند شي۔ د خارجي شهزاد د كالعدم جوائنټ اېكشن كمېټۍ لارښود سره د ناامنۍ خپرولو او الېكشن ځنډولو آډيو كال هم رامخے ته شوے دے۔ د پوهانو له مخې د هندي ليكلي شوي بيان څخه دا څرګندېږي چې د ناامنۍ او انتشار عزائم هندي ملاتړ لري۔ پوهانو زياته كړې چې فتنه الخوارج يوه ترهګره ډله ده كومه چې هندي ملاتړ لري۔ د کالعدم جوائنټ اېکشن کمېټۍ په ملاتړ كښې د فتنه الخوارج اعلانیه صف بندی، په آزاد کشمیر كښې د هندي عزائمو په ناكامۍ ددې د بې چېنۍ ښكاره ثبوت دے

مزید خبریں