اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال ويلي هربل داروګان د وخت مهم ضرورت دې، حکومت دا څانګه د موثره قانونی او ریګولیټري فریم ورك له مخې كولو له ګامونه پورته كوي۔ د جړو بوټو او روایتی داروګانو په اړه سیمینار ته وينا كښې ده ووئيل هربل او روایتی داروګانو سره اړوند مناسب قانون او ریګولیشنز نشته٬ د روغتيا وزارت په …
هربل داروګان د وخت مهم ضرورت دے، حکومت دا څانګه د قانونی او رېګولېټري فریم ورك له مخې كولو له ګامونه پورته كوي: د قامي روغتيا وفاقي وزير
اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال ويلي هربل داروګان د وخت مهم ضرورت دې، حکومت دا څانګه د موثره قانونی او ریګولیټري فریم ورك له مخې كولو له ګامونه پورته كوي۔ د جړو بوټو او روایتی داروګانو په اړه سیمینار ته وينا كښې ده ووئيل هربل او روایتی داروګانو سره اړوند مناسب قانون او ریګولیشنز نشته٬ د روغتيا وزارت په دې معامله سنجیدګۍ سره غور كوي او مجوزہ قانون سازی د قانون وزارت ته ليږلې شوې ده۔ ده ووئيل يو څو اوونو كښې به د دې څانګي لپاره باقاعدہ رېګولېشنز موجود وي۔ مصطفیٰ کمال په ډاګه كړه چې دا سیمینار د ویسټرن میډېسن په ضد نه دے بلکه د بېلو درملنو اهميت رامخې ته كولو له كيږي۔ ده ووئيل ټولي څانګي په خپل ځائې اهميت لري او د صحت نظام كښې بايد د درملنو ټولو تګلارو له مناسب مقام وركړے شي۔ وفاقی وزیر ووئيل پاکستان كښې د يو رنځور په ښه كېدو اوسطاً 8 ورځي لګي دغسې د نړۍ په نورو هېوادونو كښې دا موده درې ورځي ده۔ ده ووئيل هېواد كښې د صحت په آسانيو فشار زياتيږي،د روغتونونو جوړولو باوجود د رنځورانو شميره پرله پسې مخ په زياتېدو ده۔









