پاك چين ملګرتيا په نړۍ كښې يو ځانګړے مثال ٬ سي پېك د پاكستان په معاشي پرمختګ كښې مهم رول لوبوي: وفاقی وزیراحسن اقبال

  اسلام آباد۔9جون(اے پی پی) د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي پاك چين ملګرتيا په نړۍ كښې يو ځانګړے مثال دے ٬ سي پېك د پاكستان په معاشي پرمختګ كښې مهم رول لوبول پېل كړي دي۔ د چينائي سفارت خانې لخوا په سيمه ايزه وضعه تابيا كړې شوي سيمينار ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل پاک چین اړيكې تېرو 75 كلونو څخه …

 

اسلام آباد۔9جون(اے پی پی) د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي پاك چين ملګرتيا په نړۍ كښې يو ځانګړے مثال دے ٬ سي پېك د پاكستان په معاشي پرمختګ كښې مهم رول لوبول پېل كړي دي۔ د چينائي سفارت خانې لخوا په سيمه ايزه وضعه تابيا كړې شوي سيمينار ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل پاک چین اړيكې تېرو 75 كلونو څخه پرله پسې مضبوطېږي۔ ده ووئيل په كال 2013 كښې د نواز شريف په مشرۍ كښې حکومت چين سره سي پېك لوظنامه لاس ليك كړه۔ ده ووئيل په اولني پړاؤ كښې نزدې د 46 ارب ډالر مفاهمتي يادښتونه لاس ليك كړې شول٬ په كومو كښې چې 25 ارب ډالر چينايي سرمايه كاري عملي كړې شوې ده۔ ده ووئيل سي پېك اوس د يو نړيوال برانډ حېثيت اختيار كړے دے په كوم كښې چې د ګردې نړۍ كمپنۍ سرمايه كاري او همكاري كول غواړي۔ ده ووئيل علامه اقبال 9 لسيزې وړاندې د چين د عروج پېش ګوئي كړې وه كوم چې نن حقيقت كښې بدل شوے دے۔ ده ووئيل د چين په مرسته د پاكستان د اولني خلائي مشن تياري روانه ده۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو سرمايه كارۍ ته وده وركولو٬ اقتصادي همكاري مستحكمولو او د سيمه ايز پرمختګ ګډ هدفونه ترلاسه كولو له دوه اړخيزه مرسته جاري ساتلې ده كومه به چې په سباون كښې پاك چين اړيكې لا مضبوطې كړي