پاك چين ملګرتيا په تلپاتې ، آزمائيلې شوې او د آئرن برادرز په ځانګړې خپلولۍ ولاړه ده، دوه اړخيزه اړيكې له روايتي سفارتي تړون څخه ډېرې وړاندې دي: عطاﺀ تارړ

اسلام آباد۔9جون(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د پاكستان او چين ترمينځه همكارۍ ته د ودې وركولو او سي پېك مخ په وړاندې بوتللو حكومتي عزم تكرارولو سره وئيلي دي پاك چين ملګرتيا په تلپاتې ، آزمائيلې شوې او د آئرن برادرز په ځانګړې خپلولۍ ولاړه ده كومه چې نسل در نسل منتقل شوې، دوه اړخيزه اړيكې له روايتي سفارتي تړون څخه ډېرې وړاندې دي۔ …

اسلام آباد۔9جون(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د پاكستان او چين ترمينځه همكارۍ ته د ودې وركولو او سي پېك مخ په وړاندې بوتللو حكومتي عزم تكرارولو سره وئيلي دي پاك چين ملګرتيا په تلپاتې ، آزمائيلې شوې او د آئرن برادرز په ځانګړې خپلولۍ ولاړه ده كومه چې نسل در نسل منتقل شوې، دوه اړخيزه اړيكې له روايتي سفارتي تړون څخه ډېرې وړاندې دي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د چين اوسنۍ دورې څخه وروستو پاك چين ملګرتيا تر نوې بامونو رسېدلې ده۔ وفاقي وزير د نهې په ورځ دلته په يو ځائي هوټل كښې د ”شنهوا نیوز ایجنسی“  تر اهتمام لاندے د سي پېك تعمير ، 75 كلنه پاك چين ملګرتيا او ګلوبل ګورننس انېشی اېټو سره اړوندې دستورې ته خطاب كولو۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستانے قام په دې وياړ لري چې مونږ د يوې داسې تلپاتې خپلولۍ د 75 كلونو بشپړ كېدو جشن لمانځو كومې چې د يو قام په حېث زمونږ زړونو ته زياته نزدې او مونږ لپاره زياته مهمه ده۔ وفاقي وزير ددواړو هېوادونو كاولس او مشرتاته ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل مونږ په دې وروستيو كښې د چين دوره وكړه چرته چې د پاك چين ملګرتيا د عزم تجديد وكړے شو۔ د وزيراعظم شهباز شريف د چين اوسنۍ دورې څخه وروستو پاك چين ملګرتيا تر نوې بامونو ورسېده۔ وفاقي وزير د صدر شي جن پنګ په بصيرت لرونكي مشرتابه كښې نړيوال ګورننس اقدام ستائلو سره وويل چې دې اقدام په لږ وخت كښې مثبت نتيجې وړاندې كولو پېل كړې دي چې مقصد يۍ د ګلوبل ساؤتھ اولس ژوند ښه كول او د هغوي نمائندګۍ ته وده وركول دي۔ ده وئيل سی پېک د دواړو هېوادونو يو بل ته نزدې كولو كښې مهم كردار ترسره كړے دے او د صدر شي جن پنګ د اسلام آباد دوره يو تاريخي سنګ ميل وه۔ ده وويل باور لرم چې كلتوري تبادلې ٬ اولسي او مېډيا تړون همكارۍ او اړيكې لا مستحكمولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ وفاقي وزير د پاكستان حكومت ٬ وزيراعظم او د اطلاعات وزارت لخوا د سي پېك مخ په وړاندې بوتللو عزم څرګند كړو۔ ده ووئيل د نړيوال ګورننس اقدام ت وده وركولو كښې به فعال كردار ترسره كوو۔ وفاقی وزیر خپل خطاب ”پاک چین دوستی زندہ باد“  ټكو سره ختم كړو۔