پېنډۍ ۔9 جون(اے پی پی) آرمی چیف وچیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر لبنانی وسله والو ځواكونو سره همكاري زياتولو له د پاك پوځ په عزم زور راوړے دے۔ د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي پېغام له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منېر سره د لبناني وسله والو ځواكونو كمانډر انچيف روډولف هېكل په جي اېچ كيو كښې ملاقات وكړو۔ جي …
فيلډ مارشل سيد عاصم منېر سره د لبناني ځواكونو كمانډر انچيف ملاقات ، سيمه كښې د سلامتيا په روانه وضعه ، دفاعي مرسته او د دوه اړخيزه پوځي اړيكو زياتولو په امكانانو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
پېنډۍ ۔9 جون(اے پی پی) آرمی چیف وچیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر لبنانی وسله والو ځواكونو سره همكاري زياتولو له د پاك پوځ په عزم زور راوړے دے۔ د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي پېغام له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منېر سره د لبناني وسله والو ځواكونو كمانډر انچيف روډولف هېكل په جي اېچ كيو كښې ملاقات وكړو۔ جي اېچ كيو ته په رسېدو ګران مېلمه ته د درې واړو وسله والو ځواكونو يوې چمتو ډلې ګارډ آف آنر وړاندے كړو۔ ملاقات كښې دواړو لارښودو د شريكې خوښې په چارو ، سيمه كښې د سلامتيا په روانه وضعه ، د فاعي مرسته او د دوه اړخيزه پوځي اړيكو زياتولو په امكانانو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ فیلډ مارشل سید عاصم منیر د دې خبرې پخلې وكړو چې پاكستان لبنان سره خپلې پخوانۍ او په زړه پورې اړيكې زياتې مهمې ګڼي او لبناني وسله والو ځواكونو سره دفاعي همكاري زياتولو له يۍ د پاك پوځ په عزم زور راوړو۔ جنرل روډولف هېکل د پاكستان د وسله والو ځواكونو پېشه ور مهارت ستائلو سره سيمه ايز امن ، استحکام او نړيوال امن له روانو هڅو كښې د دې د كردار اعتراف وكړو۔دا دوره د دواړو وسله والو ځواكنو ترمينځه نزدې پوځي همكارۍ ته وده وركولو له د ګډ عزم عكاسي كوي۔









