د وزيراعظم په مشرۍ كښې غونډه ٬ د بجلۍ وېش شركتونو نجكارۍ عمل ګړندي كولو هدايت

اسلام آباد۔9جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بجلۍ وېش شركتونو نجكارۍ عمل ګړندي كولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې خسارې سره د مخ رياستي ملكيتي ادارو نجكارۍ ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي ، ټول عمل دې په زيات سپېځلي ډول بشپړ كړے شي۔ هغه د نهې په ورځ دلته په خپله مشرۍ كښې د بجلۍ وېش شركتونو (ډسكوز) د نجكارۍ جاج اغستو غونډې ته خطاب كولو۔ …

اسلام آباد۔9جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بجلۍ وېش شركتونو نجكارۍ عمل ګړندي كولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې خسارې سره د مخ رياستي ملكيتي ادارو نجكارۍ ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي ، ټول عمل دې په زيات سپېځلي ډول بشپړ كړے شي۔ هغه د نهې په ورځ دلته په خپله مشرۍ كښې د بجلۍ وېش شركتونو (ډسكوز) د نجكارۍ جاج اغستو غونډې ته خطاب كولو۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ، د قانون او انصاف وفاقي وزير نذير احمد تارړ ، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه ، د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزیب ، د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس لغاری ، د وزيراعظم د نجكارۍ سلاكار اېم علی او نورو اړوندو وزيرانو او اعلی سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ وزیر اعظم ووئيل خسارې سره د مخ ملكيتي ادارو نجكاري زمونږ لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل بجلۍ وېش شركتونو نجكارۍ عمل ګړني كولو هدايت كولو سره ووئيل د نجكارۍ عمل دې په سپېځلي ډول بشپړ كړے شي او د ډسكوز نجكارۍ څخه وروستو دې يو مضبوط رېګولېټري فرېم ورك جوړ كړے شي۔ په غونډه كښې په دې اړه بريفنګ وركړے شو چې له مخې به يۍ په اولني فېز كښې د اسلام آباد الېكټرك كمپنۍ ، ګوجرانواله الېكټرك پاور كمپنۍ او فېصل آباد الېكټرك سپلائي كمپنۍ نجكاري كولې شي۔ د بريفنګ له مخې سرمايه كاران راغب كولو روډ شو په مياشتې څخه كولې شي ، د سعودی عرب ، ترکیه او چین سرمایه کارانو لپاره په نړيواله كچه هم روډ شو كولې شي۔

مزید خبریں